سياستایران
مخبر د ایران د اجرائیه قوې مشر شو
۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبهاعلان
اوس نو ایران ۵۰ ورځې وخت لري چې ټاکنې تنظیم کړي او د رئیسي، ځای ناستی وټاکي. د ایران د رسمي خبري آژانس په حواله خامنه یي، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «زه پنځه ورځي عمومي ماتم اعلانوم او د ایران له عزیزو خلکو سره خپله غمرشریکي څرګندوم.»
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «مخبر به د دولت اجرائیه څانګه مدیریت کوي او مسؤلیت لري چې د هیواد له قضائیه او مقننه قوې له مشرانو سره همغږي وکړي ترڅو په حد اکثر پنځوسو ورځو کې نوی ولسمشر انتخاب شي.»
د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې له مخې، باید یوه پنځه کسیزه شورا چې پکې د ولسمشر لومړی مرستیال، د پارلمان مشر او د قضائیه قوې مشر شامل دي باید د نویو انتخاباتو شرایط برابر کړي.