متیس په افغانستان کې له جان نکلسن څخه ملاتړ څرګند کړی
۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سهشنبهد ان بي سي، په نوم تلویزوني شبکې په روانې میلادي میاشتې کې رپوټ ورکړی وو چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د دفاع وزیر جیم متیس او لوی درستیز جوزف دانفور ته ویلي وو چې د جان نکلسن پر ځای بل څوک وټاکي. نکلسن په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان دی.
متیس د پېنتاګون یا د دفاع وزارت خبریالانو ته ویلي دي چې نکلسن د جګړې په ډګر کې د دوی قوماندان دی. هغه زیاته کړې ده: «هغه د ناټو باور له ځانه سره لري. هغه د افغانستان او متحدو ایالاتو باور له ځانه سره لري.»
د متیس په خبره ترمپ «هلته [په افغانستان کې] زموږ د هڅو ټولو اړخونو ته ګوري» چې د سر اعلی قوماندان په توګه د هغه په مسوولیتونو کې راځي.
کله چې له متیس څخه پوښتنه وشوه چې آیا په خپله پر دنده د نکلسن د پاتې کیدو ملاتړ کوي، نو په ځواب کې یې وویل چې طبعا يې ملاتړ کوي.
په پام کې ده چې دونالد ترمپ په نزدې راتلونکي کې د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړي. متیس په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دغه ستراتیژي به ډیر ژر اعلان شي. تر دې دمخه ترمپ هم ویلي وو چې د افغانستان په هکله د ستراتیژۍ اعلانولو ته ډیر نزدې یو.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په احتمالي پلان کې د افغانستان کابو ۱۶ کلنې شخړې ته د نورو زرګونو اضافي سرتیرو استول شامل دي او یا د دې برعکس ښایي له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه وایستل شي او شخصي پوځي قراردادیانو ته اجازه ورکړل شي چې د نازکه امنیتي وضعیت د څارلو له پاره له افغانانو سره مرسته وکړي.
زموږ د انځورونو له آرشیف څخه: