ماشومان: زموږ د وژنو څخه لاس واخلی
۱۳۸۹ اسفند ۲۲, یکشنبهدوی په جګړه کي له ټولو ښکيلو غاړو څخه په يو ږغ وغوښتل ، چي نور دي له ټوپک لاس واخلي، او د خبرو اترو له لاري دي ، روان جنګ ته د پاى ټکى کښېږدي.
د دغه ماشومانو په ډله کي زياتره هغه ماشومان وو، چي پلرونه،ميندي او د کورنۍ نور غړي يې د بيلابيلو پيښو پرمهال د لاسه ورکړي.
د غونډي برخوالو ماشومانو د خپلو ترتيب کړيو ، شعرونو، د سولي ترانو او د ليکنو له لاري د سولي په ملاتړ شعارونه ورکول.
د جنګ سره يې کرکه او نفرت اعلان کړ او د جنګ ټولو ښکيلو غاړو ته يې د سولي او ملي يوالي پيغامونه ورکړل.
د ماشومانو د ويناوو وروسته د خوست د بيلابيلو ټولنو غړو په عامه ځايونو کي د بريدونو او بمباريو پر مهال د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د بنديدلو غوښتنه وکړه.
د خوست ولايت ماشومان پداسي حال کي د جنګ جګړو او تاوتريخوالي ، د مخنيوي په وړاندي غونډه کوي، چي پدې وروستيو څو اوونيو کي د هيواد په يو شمير سيمو کي د سړک غاړي بمي چاودنو، د خپلسرو عملياتو او نښتو پرمهال د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ګڼ شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي.
په يوه وروستۍ پيښه کي په کونړ ولايت کي ۹ تنه ماشومان د ناټو ځواکونو په بمباريو کي ووژل سول.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل