1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ليورپول خپل حريف ټوتنهام په زغرده مات کړ

۱۳۹۸ خرداد ۱۲, یکشنبه

د اروپا د اتلانو ليګ په پایلوبه کې دوه بريتانوي ټيمونه سره مخامخ شول. ليورپول د ټوتنهام ټيم ته ۲:۰ ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/3JcaR
UEFA Champions League Finale | Tottenham Hotspur v FC Liverpool
انځور: Reuters/S. Perez

د تکتيکونو په سر په دغه لوبه کې د ټيمونو تر منځ اصلي تفاوت څه شی وو؟ آيا محمد صلاح وو چې د پېنلټي چانس يې له لاسه ورنه کړ او اول ګول يې وواهه؟ آيا تعويض شوی ديووک اوريګي وو چې د لندن حريف يې په ۸۷ مه دقيقه کې د خپل ګول په واسطه په ګونډو کړ؟ آيا آلمانی روزونکی، يورګن کلوپ وو، چې اوس له خپل ليورپول ټيم سره تر سخت کار او زيار وروسته خپل هدف ته رسېدلی دی؟ 

UEFA Champions League Finale | Tottenham Hotspur v FC Liverpool
محمد صلاح د پېنلټي په واسطه لومړی مهم ګول وکړانځور: Reuters/S. Vera

له تلوسې ډکه، خو ډېره با کيفيته لوبه نه وه

د ليورپول آلماني روزونکي کلوپ په تېرو اوونيو کې تل ټينګار کړی وو چې د ټيم تکړه لوبغاړي دي چې هره لوبه ګټلی شي. اوس دغه آلماني روزونکي له خپل ټيم سره د اتلانو يا چېمپينس ليګ ګټلی دی. ليورپول داسې لوبه وګټله چې ډېره با کيفيته نه وه، خو له تلوسې ډکه يوه پايلوبه بيا وه. دغه لوبه د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کې وشوه چې ټوتنهام هوتسپور ټيم پکې ۲: ۰ مات شو. صلاح په دويمه دقيقه کې له ايله ۱۰۸ ثانيې لوبې وروسته د پېنلټي په واسطه لوموړی ګول وواهه، وروسته له هغه چې توپ د موسی سيسوکو له لاس سره لګېدلی وو. د هغه د ټيم بل لوبغاړی اوريګي بيا برخليک ټاکونکی واقع شو چې په ۸۷مه قيقه کې يې دويم ګول وکړ. د ټوتنهام ټيم په لومړي ځل د اتلانو د ليګ په پايلوبه کې برخه اخيستې وه، په داسې حال کې چې ليورپول په دوهم پر له پسې وار پايلوبې ته لاره موندلې وه.  

 

مارکو لانګر/ن ص/ا و ا