ليبيا: پررژيم نيوکي کونکي زنداني کيږي
۱۳۸۵ دی ۲, شنبهمحمدادريس » بوفايد « په ١٩٨٢ ميلادي کال کې په ليبياکې د طب پوهنځی پايته ورسوی، له ١٩٩٠ ميلادي کال راهيسې يې په سويس کې د سياسي پناه غوښتونکي په توگه ژوندکوی او د ډاکټرپه توگه د کارکولوترڅنگ د اصلاحاتوملي ټولنه په نوم د ليبيايۍ اپوزيسيون ډلې مشر ؤ. د محمدادريس » بوفايد « د کورنۍ د څرگندونوله مخې، نوموړی د روان ميلادي کال د نومبر د مياشتې په ٥ نيټه، ليبياته د يوه سفرپه ترڅ کې، د ليبيايي امنيتي ادارولخواونيول شو اوله نيولوراهيسې يې د هستوگنې ځای معلوم ندی.
د معمر » القذافي « تش په نامه ژمنې
» بوفايد « په سويس کې تر ١٦ کلونوتبعيد وروسته د روان ميلادي کال د سپټمبر په ٣٠ نيټه بيرته ليبياته ستون شو. په تيروکلونوکې د ليبيا د دولت مشر معمر » القذافي « اونوروحکومتي جگپوړه چارواکو په ډاگه ژمنه کوله چې، د ليبياپررژيم انتقادکونکي پرته لدې چې کومه ستونزه ورته جوړه شي، بيرته ليبياته ستنيدلای شي. خو له محمدادريس » بوفايد « نه، ليبياته ترستنيدو وروسته، د امنيتي ادارولخوا څوځلې تحقيق وشو او دستور ورکړشوچې د روان ميلادي کال د نومبر د مياشتې په ٥ نيټه د طرابلس امنيتي ادارې ته حاضرشي. او لدغې نيټې راهيسې محمدادريس » بوفايد « زنداني دی او د حبس ځای يې نامعلوم.