له ۲۰۰۰م کال راهیسې مرګونې زلزلې
د دوشنبې په ورځ په ترکیه او سوریه کې زورورې زلزلې تر ۲۱۰۰۰ زیات کسان مړه کړي دي. داسې اندېښنې هم شته چې ښایي د تلفاتو شمیر لا پسې لوړ شي. له ۲۰۰۰م کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه ځینې مرګونې زلزلې وپېژنۍ.
ترکیه او سوريه - ۲۰۲۳
په ترکيه او سوريه کې د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې د ۷ اعشاریه ۸ درجې په شدت زلزله وشوه. د زلزلې له لومړۍ ورځې د تلفاتو ارقام مه په لوړيدو حالت کې دي. د فبرورۍ په ۱۱مه رپوټونو کې د مړو شمیر نژدې ۲۵ زره ښودل شوی دی.
افغانستان - ۲۰۲۲
د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه په خوست او پکتیکا کې زلزلې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړل. په انځور کې د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یو سپين ږیری په زلزله کې د خپل ويجاړ شوي کور ته نژدې ناست دی.
هايتي - ۲۰۲۱
د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۴ په هایتي کې یوې زورورې زلزلې چې د ریشتر پر مقیاس ۷،۲ درجې وه تر ۲۲۰۰ زیات انسانان مړه کړل.
اندونیزیا - ۲۰۱۸
د ۷،۵ درجې په شدت زلزلې په اندونیزیا کې تر ۴۳۰۰ انسانان مړه کړل.
ايٍټالیا - ۲۰۱۶
د ۲۰۱۶م کال د اګست مياشتي پر ۲۴ نېټه د ایټالیا په مرکز کې د زلزلې له کبله تر ۳۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نیپال - ۲۰۱۵
د ۲۰۱۵م کال پر ۲۵ یوې مرګونې زلزلې تر ۸۸۰۰ ډیر کسان مړه کړل.
چین - ۲۰۱۴
چین: د ریښتر په مقیاس ۶،۲ درجې شدت لرونکې زلزلې له کبله تر ۷۰۰ زیات انسانان مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۴م کال د اګست مياشتي پر دریمه نېټه رامنځ ته شوې وه.
پاکستان - ۲۰۱۳
د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۴مه نېټه په پاکستان کې د زلزلې له کبله تر ۸۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
جاپان - ۲۰۱۱
په جاپان کې د ۲۰۱۱م کال د مارج میاشتې پر ۱۱ نېټه څونامي تر ۲۰ زرو زیات کسان ووژل.
چيلي - ۲۰۱۰
د ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ پر ۲۷ د زلزلې په پایله کې رامنځ ته شوي څونامي د ۵۲۴ کسانو ژوند واخیست.
هایتي - ۲۰۱۰
دا د نړۍ په کچه یوه له مرګونو زلزلو وه چې د حکومت د اټکلونو له مخې ۳۱۶ زره کسان پکې مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ پر ۱۲ رامنځ ته شوه.
اندونیزیا - ۲۰۰۹
د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۳۰ د زلزلې له کبله په اندونيزيا کې د تلفاتو شمیر تر ۱۱۰۰ لوړ وو.
ایټالیا - ۲۰۰۹
د ۲۰۰۹م کال د اپریل پر شپږمه په ایټالیا کې زلزلې تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل.
چین - ۲۰۰۸
د چین په ختیځ سچوان کې په ۲۰۰۸م کال کې د یوې مرګونې زلزلې په ترڅ کې ۸۷۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پيرو - ۲۰۰۷
د مرکزي پیرو سوحالو ته څیرمه د ۸ درجې لرونکي شدت یوې زلزلې تر ۵۰۰ زیات کسان ووژل. دغه زلزله د ۲۰۰۷م کال د اګست پر ۱۵مه رامنځ ته شوه.
اندونیزیا - ۲۰۰۶
د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د ۲۰۰۶م کال د می میاشتې پر ۲۶مه نېټه یوه زلزله وشوه چې تر ۵۷۰۰ زیات کسان یې ووژل.
پاکستان - ۲۰۰۵
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر سیمه کې د ۲۰۰۵م کال د اکتوبر پر اتمه نېټه یوه مرګوني زلزله وشوه. په دغه زلزله کې تر ۸۰۰۰۰ زیات کسان مړه شول.
اندونیزیا - ۲۰۰۵
د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اندونیزیا د سوماترا په شمالي برخه کې یوې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کسان ووژل.
اندونیزیا - ۲۰۰۴
د هند په سمندرګي کې یوې څونامي په اندونیزیا کې ډیر ځاني زیان اړولی وو. د ۲۰۰۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه په رامنځ ته شوې دغه پېښه کې تر ۲۳۰ زرو زیات انسانان مړه شول
ایران - ۲۰۰۳
د ۲۰۰۳م کال د دسمبر پر ۲۶ نېټه د افغانستان په ګاونډي هیواد ایران کې یوې زلزې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه کړل.
الجيریا - ۲۰۰۲
تر ۲۲۰۰ زیات کسان په الجیریا کې هغه وخت مړه شول چې د ۶،۸ درجې زلزلې دغه هیواد ولړزاوه. انځور په الجیریا کې د ۲۰۰۳ کال د زلزلې دی.
افغانستان - ۲۰۰۲
د ۲۰۰۲م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د افغانستان په شمال کې یوې زلزلې تر ۱۰۰۰ زیات انسانان مړه کړل. انځور د بغلان په نهرین کې د ۲۰۱۲م کال زلزلې
هندوستان- ۲۰۰۱
د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ پر ۲۶ نېټه په هند کې یوې زلزلې چې شدت یې ۷،۷ درجې وو تر شلو زرو ډیر انسانان مړه کړل.