له کابله تر نړیوال جامه د افغان کرکیټ لوبغاړو سفر
افغانستان د اکتوبر میاشتې پر دوهمه او څلورمه نیټه کینیا ته په دوو پنځوس اوریزو لوبو کې په ماتي ورکولو سره نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار وموندله. د افغانستان دغه بریا په ټولنه نړۍ کې د افغانانو له خوا ولمانځل شوه.
د افغانستان تر بریا وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې افغانان سړکونو ته راووتل او په اتڼونه یې پيل کړل. په دې انځور کې د خوست ولایت اوسیدونکي په غازي ببرک خان پارک کي د خوشحالیو او اتڼونو ته راوتلي دي.
د کابل په ملي لوبغالي کي ډېرو افغانان په ژوندۍ بڼه د افغانستان او کینیا تر منځ لوبه ننداره کړه.
افغانانو په ۲۰۰۸ کال کې د کرکیټ د نړیوالي کمېټې په پنځم دویژن چې هغه وخت د دغي کمیټې تر ټولو وروستی دیویژن وو لوبي کولې. خو افغانانو په ۲۰۱۰ کال کې د کرکیټ شل اوریزو نړیوالو لوبو ته لار وموندله. انځور د افغانستان او پاکستان تر منځ له لوبې څخه.
افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د کرکیټ د نړیوالې کمیټې اسوشیت یا دوهمه درجه غړی شو او په دې ترتیب سره یې د کرکیټ په ډګر کې یوه ډیره اوږده لار په کم وخت کې ووهله.
افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې یو څل بیا وتوانید چې نړیوال شل اوریز جام ته لار ومومي. په دې جام کې افغانستان د انګلستان او هندوستان پر وړاندې ولوبید خو خپلې دواړه لوبې یې وبایللې. په دې انځور کې خوستیان د خپلې لوبډلې بریا لمانځي.
افغانستان په ډیر کم وخت کې د کرکیټ ډیر تکړه لوبغاړي نړۍ ته پیژندلي دي. حمید حسن هم د دغو لوبغاړو له ډلې څخه یو دی. هغه د ځینو تپونو له کبله د ۱۴ میاشتو له پاره کرکیټ و نه کړ خو د کینیا پر وړاندې د افغانستان په وروستیو دوو لوبو کې یې شپږ لوبغاړي وسوځول.
اوس افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کرکیټ لوبډلې لري. پر دې سربیره د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د کرکیټ لوبغالي هم جوړ شوي دي. په انځور کې د کابل نړیوال لوبغالی ښوول کیږي.
په افغانستان کې اوس نه یوازې نارینه د کرکیټ لوبه کوي، بلکي نجونې هم کرکیټ تر سره کوي.
د افغانستان کرکیټ بورد وایي چې په وروستیو وختونو کې یې کرکیټ په تعلیمي نصاب کې هم شامل کړی دی. په دې سره افغانان غواړي په بنسټیز ډول د کرکیټ د لوبې له پاره کار وکړي.
د افغان لوبډلې روزونکي کبیر خان، له کینیا سره د افغانستان تر لوبو مخکې ویلي ول چې افغان لوبډله به مستقیم ډول پنځوس اوریز جام ته لار ومومي.
د افغانستان د لوبډلې پخواني کپتان نوروز منګل، د کینیا پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزې لوبې کې ۵۲ منډې او په دوهمه لوبه کې ۱۹ منډې جوړې کړې. اوس د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل دی چې د کینیا پر وړاندي په وروستۍ لوبه کې یې ۴۶ منډې جوړې کړې.