له پلاستيکي بوتلانو څخه جوړه ودانۍ
هرکال په سونو زره ټنه پلاستیک سمندر ته غورځول کیږي. په پاناما کې میشت یو متقاعد کاناډایې له پلاستيکي بوتلانو څخه د کور جوړولو یو بی سارې خوب په حقیقت بدل کړی دی.
د قرون وسطی کلا
له پلاستیکي بوتلانو څخه جوړه دغه ودانۍ د منځنۍ پیړۍ د کومې کلا په څیر معلومیږي. د پاناما هیواد په اسلا کولون سیمه کې له نږدې ۴۰ زرو پلاستیکي بوتلانو څخه د دغي ودانۍ د جوړولو هدف د پلاستیکي پاته شوو پر لور د خلکو پام را اړول دي.
د سمندرونو له پاره خطر
له پلاستیکي بوتلانو څخه پر جوړي شوې دغې دوانۍ داسې لوحې ځوړندي شوي چې په سمندرونو کې د پلاستیکي پاتې شوو د غورځولو د زیانونو په اړه پکښې معلومات لیکل شوي دي. په نړۍ کې هر کال د ۳۰۰ میلیونه ټنه تولیدیدونکي پلاستيک یوازې ډیره لږه برخه د بیاځلي استعمال له پاره کارول کیږي.
د رابرت بیڅویې خوب
کاناډایې رابرت بیڅویې نهه کاله مخکې تر تقاعد وروسته پاناما ته کډه شوی دی. یو ځل هغه په دغه ټاپو کې په یوه داوطلبه کار کې برخه اخیستې وه چې تر هغه وروسته ورسره د پلاستیکي فضوله و یا پاته شوو په هکله د عامه پوهاوي کمپاین پیلولو خیال پیدا شو.
د کاربين جنت
د پاناما د طبیعي ښکلا درلودنکي ټاپوګان هرکال سیلانیان د ځان پر لور جذبوي. له دې سره دلته هرکال د پلاستیکې پاته شوو شمیر هم زیاتیږي. په سیمه کې د استعمال شوو پلاستیکي پاته شوو د را ټولولو سیستم هم د قناعت وړ نه دی.
کثافات که خزانه
په دغه ټاپو کې چې ۶۲ کیلومتره مربع مساحت لري، هرکال پنځه میلیونه د پلاستیک استعمال شوي بوتلان راټولیږي. رابرت پيڅویې دغه بوتلونه راټولوي او د خپلې ودانۍ په جوړولو کې ترې کار اخلي.
اوسپنه او پلاستیک
د اوسپنیزو سیخانو او سیمانو پنجرې یا چوکاټونه له تشو کارول شویو پلاستیکې بوتلانو څخه ډکیږي. له پاسه بیا پرې د سیمنټو طبقه اچول کیږي. د دیوال هره برخه له شاوخوا درې سوه، نیم لیټره بوتلانو څخه ډک کیږي.
له ۱۴ زرو بوتلانو څخه بلډنګ جوړ کړئ
د یوه ساده بلډنګ په جوړولو کې نږدې ۱۴ زره بوتلان کارول کیږي. رابرت غواړي دلته داسې یو روزنیز مرکز پرانيزې چې پکښې به د پلاستیک له کارول شوو بوتلانو څخه د دا ډول ودانیو جوړولو روزنه ورکول کیږي. په بوتل کې دننه موجوده هوا، ودانۍ له ګرمیدو څخه ساتي.
معلوماتي تفریح گاہ
د دغې پلاستیکي ودانۍ د جوړیدو چاري رواني دي او د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې به بشپړې شي. رابرت به له دغې ودانۍ څخه د تفریح ګاه په توګه کار واخلي او له دې درکه ترلاسه کیدونکو پیسې به د دا ډول ودانیو د جوړولو په روزنیزو چارو کې ولګوي..