له ميسي سره ملاقات د افغان ماشوم یو خوب وو
د افغانستان د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ هغه افغان ماشوم چي وای د شپې او ورځي به ئې د ميسي د ليدو په اړه فکر کاوه، په دوحه کي ئې له ميسي سره وليدل. انځورونه ئې دلته کتلای سئ:
د ارجنټاين ملي لوبغاړی ليونل ميسي د یوه افغان ماشوم په زړه کي داسي ځای نيولی چي د پلار په خبره ئې د شپې به له خوبه راپاڅېد او د ميسي د ليدو غوښتنه به ئې کوله. هغه اوس له ميسي سره په ليدو بريالی سو.
دغه افغان ماشوم هغه مهال په ټولنيزو رسنيو کي مشهور سو چي له پلاستيکي کڅوړي جوړه سوې کميس انځورونه ئې خپاره سول. د دغي کڅوړي رنگ د ارجنټاين فوټبال د ملي لوبډلي لباس ته ورته دئ.
دغه افغان ماشوم مرتضی بيا وروسته پاکستان ته ولاړ او اوس ئې په د قطر په پلازمېنه دوحه کي د ارجنټاين فوټبال له ستوري ميسي سره ليدلي دي.
مرتضي ته بيا وروسته د ميسي ټيم له خوا لباس هم راولېږل سو.
ميسي غوښتل چي له دغه افغان ماشوم سره وويني، خو افغانستان ته د هغه ورتگ امکان نه لرل. ميسي بيا وروسته مرتضي په خپل نامه لاسليک کړی کميس راولېږه.
ميسي چي د ملگرو ملتونو سازمان د سولي سفير دی، د دغه سازمان له لاري مرتضي ته د فوټبال کالي رالېږي. د هغه پر هر کميس د ميسي لاسليک وي.
کله چي مرتضي ته د ميسي له خوا کالي رسیږي، وايي چي په جاغوري ئې ژوند له خطر سره مخامخ وو او کورنۍ ئې گواښل سوې وه.
د مرتضي کورنی له خپل ټاټوبي هجرت ته مجبوره کيږي او د پاکستان په کوټه ښار کي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته ورځي. خو ځيني بيا تور لگوي وايي چي دغه کورنۍ غواړي په دې ډول خپل ځانونه اروپا ته ورسوي. خو د مرتضي کورنۍ دغه تورونه ردوي او وايي چي ژوند ئې په خطر کي وو.
اوس دا دی مرتضي له ميسي سره په ليدو وتوانېد. دغه ليده کاته د فوټبال د ۲۰۲۲م کال د نړيوال جامي کمېټې سره برابر کړل.
بالاخره مرتضي له ميسي سره په قطر کي د بارسلونا او قطر لوبډلي ترمنځ په دوستانه لوبه کي سره وليدل او ميسي هغه په غېږ کي ونيو.
ميسي او مرتضي
مرتضي غواړي چي فوټبالر سي، خو دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي هغه به خپل دغه ارمان ته ورسيږي که نه.