له الزايمر ناروغۍ څرنگه ځان ساتلای شو؟
د الزايمر ناروغي چې مريض خپله حافظه پکښې له لاسه ورکوي اصلي علتونه تر اوسه معلوم نه دي. خو زيات څيړونکي وايي چې په منظمه توګه ورزش کول، صحي خوراک او د دماغ بوخت ساتل، تر ډيره د دې مخه نيولای شي.
وزن بايد کم کړئ
که د چا وزن زيات وي، نو ژر دې د کمښت هڅه وکړي. د دې له پاره وزرش او صحي خواړه اړين دي. ورزش نه يوازې د بدن وازګه ويلي کوي، بلکې د وينې د جريان ترڅنګ ميتابوليزم هم ښه کوي.
د خوړو انتخاب
ځيني څېړونو ښوولې ده چې ترکاري، سلاد او د بوټو غوړ د وينو پر رګونو مثبت اغېز کوي. څومره چې يو سړی د فلج کيدو يا د زړه له مرضونو څخه خوندي وي، په هماغه اندازه یې په الزايمر د اخته کيدو خطر هم کم وي.
وزرش تر ټولو ښه وسله
ځان ته حرکت ورکول او په منظم ډول وزرش کول له ډيرو ناروغيو څخه د انسان په ساتنه کې مرسته کوي چې د وينې فشار، شکر او فالج پکښې تر ټولو مخکې دي. په دې توګه وزرش د الزايمر پر وړاندي هم يوه ډيره ښه وسله ده. له وزرش سره د دماغ د تمرکز وړتيا زياتيږي او حافظه ښه کيږي.
د سګريټو ناوړه اغېز
اوس له سګریټو ځان خلاصول د تير په پرتله ډير آسان شوي دي. په لويديځ کې په تقريباً ټولو عامه ځايونو کې د سګريټو پر څکلو په بندیز سره په سګريټو د اخته کيدونکو په شمير کې کمښت راغلی دی. په سګريټو کې د نيکوټين په نوم زهرجن مواد شتون لري. دغه مواد د وينې پر جريان هم ډيره ناوړه اغیز کوي.
الکول لکه زهر
د نکوتينو په څير الکول هم پر اعصابو ډير ناوړه اغیز کوي. په دې اړه تر سره شوې ټولي څيړنې ښيي چې د الکولو په زياته اندازه څکل پر دماغو نيخ په نيخ اغيز کوي.
د فکر مشغول ساتل
هر ډول فکري مصروفيت دماغ متحرک ساتي. د کتابونو لوستل، د شيانو ياد ساتل او يا نوري ذهني لوبې ډيري مهمې بلل شوي. خو ټولنیز تماسونه او له نورو سره ناسته ولاړه هم پر دماغ ډير مثبت اغیز کوي.
نڅا يو بهترين حل
ويل کيږي چې موسيقي، له خلکو سره ليده کاته او نڅا انسان ځوان او روغ ساتي. د رقص او موسيقۍ په محفلونو کې په منظم ډول برخه اخيستنه د الزايمر تر ټولو ښه درمل دي. خو له دې ناروغۍ څخه د ساتل کيدو تضمين هيڅوک هم نه شي کولای او نه هم تر اوسه د دې علاج شته.