لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان: د يوې عيسوۍ شوې افغانې د وژلو په تور يو افغان سړی محاکمه کيږي
يو افغان چې د مذهبي دلایلو پر اساس یې يوه افغانه ميرمن په چاقو سره وژلې وه، نن، سه شنبه د آلمان د ترونشتاين په محکمه کې بايد ځواب ووايي. دغه ښځي څلور اولادونه درلودل. د څارنوالۍ په حواله د دغه ۳۰ کلن د جرم انگيزه ښايي داوي چې دغه افغانه ښځه عيسوۍ شوې وه. ياده ښځې د تير ميلادي کال په اپريل مياشت کې په پرين ښار کې د يوې مغازې مخې ته ووژل شوه .
د مهاجرو پلوي سازمانونو د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد احتجاج کړی
د مهاجرو پلوي سازمانونو افغانستان ته د مهاجرو اخراج په کلکه وغانده. په پام کې ده چې د سه شنبې په ماښام به د آلمان له دوسلدورف څخه يوه ډله افغان مهاجر کابل ته وليږدول شي. د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازول» په انتر کانتيننتال هوټل بريد ته اشاره وکړه چې تر۲۰ زيات انسانان پکښې ووژل شول. ويل شوي دي چې په دې سره طالبانو يو وار بيا وښووله چې دوی هر وخت چې وغواړي په پلازمينه کې هدفونه په نخښه کولای شي.
ترکيې د کردانو د کارگر گوند پر سنگرونو هوايي بريدونه کړي
د سورېې په عفرين کې د کردي مليشو پر ضد د تهاجمي عملياتو ترڅنگ د ترکیې هوايي ځواک د عراق په شمال کې د کردستان د کارگر گوند پي کې کې پر سنگرونو هم بريدونه کړي. د ترکيې د پوځ په حواله په زاپ سيمه کې یې د دې بريدونو په نتيجه کې د وسلې زيرمې له منځه وړي دي. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې په عفرين کې د سختو نښتو خبرونه ورکړي دي. ويل شوي چې د نښتو له پيل راهيسې تر اوسه په ټوليزه توگه ۵۸ تنه وژل شوي.
ترکيه: کردي فعالان نيول شوي
په ترکيه کې ۴۲ فعالان د ترهگرۍ د تبليغ په تور نيول شوي دي. د انادولو خبري آژانس په حواله په دې کسانو کې د کرد پلوه گوند ايچ دي پي يو سياستوال هم شامل دی. د آلمان د « TAZ» په نامه ورځپاڼې ويلي دي چې د دوی دوه کار کونکي هم نيول شوي دي. دې خبريالانو په تولنیزو رسنيو کې د سوریې په عفرين ایالت کې د ترکيې د پوځي عملياتو په هلکه رپوټه خپاره کړي ول. دغه عمليات د کردي ولس ساتونکو مليشو پر ضد ترسره کيږي .
په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم کلنې غونډه پيل شوه
په داوس کې د نړۍ اقتصادي فورم کلنې غونډه د هند د لومړي وزیر نريندرا مودي له پرانيستونکي وينا سره پيل شوه. په پلان کې ده چې د کاناډا لومړی وزیر جستن ترودو به هم غونډې ته وينا وکړي. دا د دې ډول ۴۸ غونډه ده. سږ کال دې غونډې کې تر ۳۰۰۰ زيات سیاستوال، د تصديو مشران او د نړيوالو سازمانونو او مدني ټولنو استازې راټول شوي. سږ کال غونډه د «په يوه ويشل شوې نړۍ کې د شريک راتلونکي» تر شعار لاندې جوړه شوې ده.
د استرليا له لاگرونو څخه مهاجر امریکا ته انتقاليږي
استرليا د پاپوا نيو گيني څخه امريکا متحده ايالتونو ته د نورو مهاجرو انتقال پیل کړی دی. د آر اي سي په نوم د مهاجرو د مرستې ټولنې له خوا ويل شوي چې ۴۰ تنه سړي د فلېپين پلازمينې منيلا ته رسيدلي چې له دغه ځايه به دوه اوونۍ وروسته امريکا ته پرواز وکړي. د مهاجرو دا انتقال د هغه تړون پر اساس کيږي چې استرليا د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت سره کړې وو.