لنډ خبرونه په متن او انځور کې
تونس: د مظاهرو په ترڅ کې پوليس ټپيان شوي
په تونس کې په پرله پسې دويمه شپه د امنيتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ خونړي اخ و ډبونه شوي دي. د کورنيو چارو وزارت د يوه ویاند په حواله په ټول هيواد کې ۴۹ تنه پوليس ټپيان شوي او ۲۰۶ تنه مظاهره کونکي نيول شوي دي. ويل شوي چې تونس ښار په يوه څنډه کې يو مارکېټ چور شوی دی. دا مظاهرې د ورځني ژوند د لگښتونو او ماليو د لوړوالي پر ضد ترسره کيږي.
د ليبيا ساحل ته څيرمه کابو ۱۰۰ تنه مهاجر لادرکه دي
د رسمي معلوماتو په حواله د ليبيا ساحل ته څيرمه د ۹۰ او ۱۰۰ ترمنځ مهاجر لادرکه شوي دي. ساحلي پوليسو ويلي چې دغه کسان په هغه کښتۍ کې سپاره ول چې ډوبه شوې ده. ويل شوي چې د پلازمينې طرابلس ساحل ته څيرمه د ژغورني په عملياتو کې کابو۲۸۰ تنه مهاجر ژغورل شوي دي. د دغو مهاجرو زياتره یې د افريقايي هيوادونو وگړي دي. ليبيا اروپا ته د راتلونکو مهاجرو مهم تم ځای دی.
د جنوبي کوريا ولسمشر وايي که شرايط برابر وي له کم يونگ اون سره به وگوري
د شمالي او جنوبي کورياوو په اړيکو کې له يو څه ښه والي سره سره جنوبي کوريا د پيونگ يانگ له حکومته غوښتي دي چې له اتومي وسلو ډډه وکړي. د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ان وويل چې له اتومي وسلو څخه د کوريا نيمه ټاپو پاکول مو بنسټيز هدف دی. ده وويل چې دغه موضوع به هيڅکله هم له پامه ونه غورځوي. نوموړي په عين حال کې وويل چې د «مناسبو شرايطو» په ترڅ کې د شمالي کوريا د واکمن کم يونگ اون سره ليدو ته چمتو دی.
په ميانمار کې د رويترز پر نيولو شويو ژورناليستانو دعوا شوې
په ميانمار کې د رويترز خبري آژانس پر دوو نيول شويو خبريالانو رسمي حقوقي دعوا شوې ده. د اطلاعاتو وزرات په حواله پر دغو خبريالانو «بهرنيو رسنيو ته د معلوماتو ورکولو په موخه د غير قانوني معلوماتو راټولولو» تور دی. دغه خبريالان د ۱۴کلونو بند سزا له گواښ سره مخامخ دي. دوی د دسمبر پر ۱۲ نيټه هغه وخت ونيول شول چې د روهينگيا له مسلمان اقليت سره يې د ميانمار پوځ د لانجمن چلن په اړه څيړنې کولې.
ترکيه د عراق د حکومت او خپلواکمنو سيمو ترمنځ منځگړيتوب کوی
په پام کې ده چې ترکيه به د عراق او د کردانو د خپلواکمنو سيمو ترمنځ منځگړيتوب وکړي. د ترکیې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو وويل چې دی به د دواړو خواو په غوښتنه د جنوري مياشتي پر ۲۱ نيټه بغداد ته سفر وکړي. د کردستان د خپلواکۍ په اړه تر لانجمنې ټولپوښتنې وروسته چې د کردستان د آزادۍ په پلوۍ تمامه شوه، د عراق د مرکزي حکومت او خپلواکمنو سيمو ترمنځ اړيکې سختې ترنگلي شوي دي.
په کاتالونيا کې د نوي حکومت د رامنځته کولو هڅې
د اسپانيا په لانجمنه سيمه کاتالونيا کې د حکومت د جوړولو هلو ځلو پرمختگ کړی دی. دواړه ستر گوندونه چې د خپلواکۍ غوښتونکي دي، د يوه ائتلاف په رامنځته کولو سره سلا شوي دي. دغه حکومت به په اکتوبر مياشت کې د برطرفه شوي سيمه ايز حکومت چې مشري یې چارلس پوجدمون کوله، ځای ونيسي. دا خبره پوجدمون او د کيڼ اړخي ناسيونالست گوند مشرې په بروکسل کې توافق ته تر رسيدو وروسته وکړه.