لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په میلبورن کې یوه موټروان خپل موټر پر خلکو ورځغلولی
د استرالیا په لوی ښار میلبورن کې یوه موټروان خپل موټر پر یوه ډله خلکو ورځغلولی دی. په دې پيښه کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي. د پیښې انګیزه تر اوسه پوري روښانه نه ده. موټر چلونکی او یو بل کس تر پیښې سمدستي وروسته نیول شوي دي. په جنوري میاشت کې هم یوه موټروان خپل موټر د میلبورن د خریدارۍ په یوه په زړه پورې کوڅه کې پر خلکو وروست او شپږ تنه لارویان یې ووژل او ډیر نور یې ټپیان کړل.
ترمپ د م.م. غړي هیوادونه د بيت المقدس د رای ګیرۍ په اړه ګواښلي دي
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ نورو هیوادونو ته ډیر سخت خبرداری ورکړی دی چې د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې دې د امریکا پر ضد خپله رایه نه کاروي، که نه نو د دغو هیوادونو مالي منابع به را کمې کړي. نن د پنجشنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د امریکا له خوا د بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پيژندل کیدو د پریکړې د غندل کیدو په اړه رای ګیري وشي.
په کتالونیا کې سیمه ایزې ټاکنې پيل شوې
په کتالونیا کې هغه سیمه ایزې ټاکنې پيل شوی دي چې تمه کیږي ډیري جنجالي به وي. پر ۵،۵ میلیونه رای ورکونې شرایطو باندي برابر وگړو غږ شوی دی چې خپلې رایې وکاروي. د رای ورکونې د ډیرو مرکزونو مخې ته رای ورکونکي په کتارونو کې ولاړ دي. په ډیري لیوالتیا سره د ټاکنو پایلو ته انتظار کیږي چې آیا بیلتون غوښتونکي ګوندونه به وکولی شي یو وار بیا یو ایتلافي اکثریت جوړ او د خپلواکۍ له پاره خپلې هڅې جاري وساتي.
سږ کال لږ دواطلبه ستنیدونکي خپلو هیوادونو ته استول شوي
د آلمان د «ولت» ورځپاڼې د رپوټ پر اساس د آلمان حکومت خپل هغه هدف ته په رسیدو کې پاته راغلی دی چې غوښتل یې سږ کال به په اخراج مکلف ډیر مهاجر د دوی هیوادونو ته ولیږدوي. د ۲۰۱۷ کال د نوامبر مياشتي تر پایه پوري د تیرکال د همدې مودې په پرتله د پخپله خوښه ستنیدونکو مهاجرو شمیر نږدې نیمایې ته را کم شوی دی. نږدې ۲۸ زره داوطلبه ستنیدونکو مهاجرو ته «د اخراج مالي مرستې» ورکړل شوي دي.
په استانه کې د سوریې د شخړې په اړه د سولې خبرې اترې
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سولې د خبرو اترو نوی پړاو پیل شو. د روسیې تر سرپرستۍ لاندې د ایران او ترکیې او همدارنګه د سوریې رژیم او اپوزیسیون استازې راټول شوي دي، څو په سوريه کې روانې کورنۍ جګړې ته د سیاسي حل لارې پر لټولو سلا مشورې وکړي. ویل کیږي چې د دغو خبرو اترو په دویمه ورځ به د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو خاص استازی «سټیفن دیمستورا» هم په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.