لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«شرکتونه کولای شي پر پوړنې بندیز ولګوي»
په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د محکمې د یوې پریکړې پر اساس شرکتونه په هغه صورت کې چې عموما پکښې ایدلوژيکي علایم بند وي، او د دی بندیز لپاره ښه دلایل موجود وي، کولای شي د پوړنې پر سر کول هم منع کړي. د اروپايي ټولنې د محکمې دا پريکړه په اصل کې د فرانسې د يوه مشورتي شرکت د کمپيوټر د برخې يوې انجينرې او د بلجيم يوې ميلمه پالې د دعواوو په هکله صادره شوې ده.
پاکستان غواړي د هغو انټرنټ پاڼو چلونکي جزايي کړي چې مذهب ته پکښې سپکاوې کيږي
په پاکستان کې د ټولنیزو رسنيو او هغو انټرنټ پاڼو پر ضد دولتي فعاليت زيات شوې چې ويل کيږي داسې مواد خپروي چې مذهب ته پکښې سپکاوي کيږي. صدارعظم نواز شريف د سه شنبې په ورځ د کورنيو چارو وزارت ته لارښونه کړې چې ژر تر ژره دې د دغه ډول موادو خپرونکو پاڼو او فورمونو مسئولينو سره خبري وکړي. ده وويل: «ټولې ادارې بايد د تورنو کسانو د موندلو هڅه وکړي او دا يقيني کړي چې دوی ته د قانون سره سمه سزا ورکړله شي.»
آلمان کې پر تندلارو سلفيانو چاپي اچول شوي
د آلمان د نيدرزاکسن ايالت پوليسو په هیلدس هايم ښار کې پر سلفيانو سترې چاپي اچولي دي. تر دې دمخه ايالتي حکومت د «د هیلدس هايم آلماني ژبې اسلام مجتمع» په نامه ټولنه منع اعلان کړې وه. ويل شوي چې دغه ټولنې مسلمانان تندلارتوب او په جنګ ځپلو سيمو کې جهاد ته تشويق کړي دي. د رسنيو د رپوټونو په حواله د برلين د بريد عامل انيس عامري، هم د ۲۰۱۶م کال په فيبرورۍ مياشت کې دغلته ليدل شوی وو.
م. م.: سوريه د ستر بشري ناورين سره مخ ده
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اټکلونو پر اساس د سوریې کورنۍ جګړې له کبله رامنځته شوې کړاو يوې نه تصور کيدونکې کچې ته رسيدلی دی. د سوریې له پاره د بشري مرستو سيمه ايز همغږي کونکي کيون کينيدي، په ژنيو کې وويل چې په سوريه کې د ميشتو کابو ۱۸ ميليونو انسانانو څخه یې تر ۱۳ میليونو زيات بيړنو مرستو ته اړتيا لري. د نوموړي په حواله د شپږو کالو د جګړې پر مهال کابو پنځه ميليونه کسان له هيواد څخه وتلي دي.
د ترمپ استازی له نتنياهو او عباس سره ګوري
په نړيوالو موضوعاتو کې د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ ځانګړي استازي جيسن ګرينبلات، په بيت المقدس کې د اسرائيلو له لومړي وزیر بنيامن نتنياهو، سره ليدلي دي. تر خبرو اترو وروسته په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې هدف مو د داسې دوامداره سولې رامنځته کول دي چې د اسرائيل امنيت پياوړی کړي او په سيمه کې د ثبات باعث شي. ګرينبلات به د ورځې په اوږدو کې په رام الله کې د فلسطنيانو له مشر محمد عباس سره هم وګوري.
اردوغان پر ميرکل د ترهګرو د ملاتړ تور لګولی
د آلمان حکومت د ترکیې د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا پر صدراعظمې انګلا ميرکل د ترهګرو د ملاتړ تورونه رد کړي دي. د آلمان د حکومت وياند شتیفن زايبرت، وويل چې ميرکل د پارونو په دې مسابقه کې د ونډې اخيستو هيڅ اراده نه لري. اردوغان تر دې دمخه ويلي ول چې ميرکل ترهګرو ته په خپل هيواد کې ځای ورکړی. اردوغان له دې سره د شکمنو ترهګرو ۴۵۰۰ دوسيو ته اشاره کړې وه چې ترکیې آلمان ته سپارلي وې.