لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په پاکستان کې د لشکرې جنګوي مشر وژل شوی
د رويټرز خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو د منع کړل شوې وسله والې ډلې «لشکرې جنګوي» نوی مشر د خپلو دريو ملګرو سره وژلی دی. د چارواکو په حواله د سه شنبې په شپه په پنجاب ايالت کې په وژل شويو کې آصف چوټو چې د رضوان په نامه هم مشهور وو، شامل دی. دی د «لشکرې جنګوي» د پخواني مشر ملک اسحاق تر وژل کيدو وروسته، د دې ډلې مشر شوی وو. دا ډله تل پر مذهبي لږکيو بريدونه ترسره کوي.
نايجيريا: د کډوالو پر کمپ د بمبارۍ د قربانيانو شمير ۷۰ ته لوړ شوی
د تازه رپوټو په حواله د نایجریا په شمال ختیځ کې د کډوالو پر يوه کمپ د پوځ د هوايي بريد په نتيجه کې د وژل شويو شمير ۷۰ ته لوړ شوې دی. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خبره په دې هوايي بريد کې۱۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم روښانه کړې ده چې د پیښې په وژل شویو کسانو کې یې شپږ کارکوونکي شامل دي او ۱۳ تنه نور مرستندویان ټپیان دي. د پيښې زياتره قربانيانو د مهاجر کمپ اوسيدونکي دي.
د ترکیې څارنوالۍ د اپوزیسيون ګوند د مشر له پاره د ۱۴۲ کالو د بند غوښتنه کړې
د ترکیې څارنوالۍ د کردي پلوه اپوزيسيون د «خلکو ډيموکراتيک ګوند» د مشر صلاح الدين ديميرتاش له پاره د ۱۴۲ کالو د بند د سزا غوښتنه کړې. د انادولو خبري آژانس د څارنوالۍ په حواله خبر ورکړې چې پر نوموړي د نورو سربيره د کردانو د منځ کړل شوي ګوند «پي کې کې» سره د تماس او د ترهګرۍ د تبليغ تورونه لګول شوي دي. د ګوند د بلې مشرې فندين يوکسک داغ، له هم د څارنوالۍ له خو د ۸۳ کالو د بند د سزا غوښتنه شوې.
اوباما د ویکي ليکس يوه مخبره وبخښله
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، چې د کار دوره یې مخ پر خلاصيدو ده، د چيلسيا میننګ، د بخښولو اعلان کړی. د ويکي ليکس د انترنټ پاڼې چې محرم رازونه یې افشا کړي ول، د دې پخوانې مخبرې د ۳۵ کالو د بند سزا ۷ کالو ته کښته کړل شوې ده. د سپينې ماڼۍ په حواله به په دې توګه میننګ د روان کال د مي په ۱۷ نيټه د بنده آزاده شي.
روسیه د سنوډن د اقامت موده وغځوله
روسیې د امريکا د استخباراتي ادارې د يوه پخواني کارکونکي ايدوارد سنوډن، د اقامت موده غځولې ده. په مسکو کې د بهرنيو چارو يوه ویاند وويل چې سنودن کولای شي نور دوه کاله هم په روسیه کې پاته شي. نوموړی په ۲۰۱۳م کال کې د امريکا د استخباراتي ادارې له خوا د انترنټي او تليفوني نظارت تر افشا کولو وروسته روسیې ته ولاړ. په ۲۰۱۴م کال کې ده ته د اقامت درې کاله اجازه ترلاسه کړه چې سږ کال به پای ته رسیږي.
اېتالوی سياستوال د اروپا د پارلمان نوی مشر شو
د اېتالیې محافظه پال سياستوال انتونيو تاجاني د اروپا د پارلمان د نوي مشر په توګه انتخاب شو. د څو ساعتو د ټاکنیزې سيالۍ وروسته د مسيحي ډیموکرات ګوند دی کانديد په دويم پړاو کې د سوسيال ډيموکرات ګوند ګيانا پاتيلا ته، چې هغه هم په خټه اېتالوی دی، ماتې ورکړه. وکيل او ژورنالسټ تاجاني د اېتالیې د محافظه پال ګوند «فورزا اېاليا» په بنسټ ايښوونکو کې شميرل کيږي. دی به د آلماني مارټن شولڅ ځای ناستي شي.
په آلمان کې د غلو د ډلو د موندنې په موخه سترې چاپې وهل شوي
د آلمان کابو ۶۰۰ فدرالي پوليسو په ساکسن او ساکسن انهالت ايالتونو کې د غلو د يوې ډلې د موندلو له پاره چاپې اچولي دي. په دې ترڅ کې ۱۵ کسان نيول شوي دي. د کورونو او شرکتونو د ګودامو ترڅنګ د پناغوښتونکو يو شمیر سرپناوې هم پلټل شوي دي. دا نيول کسان چې د ګورجستان او ويتنام سره تړاو لري، په ډله ییزو غلاو کې د لاس درلودو تورونه ورباندې لګول شوي دي.
د آلمان پارلماني ټاکنې به د سبتمبر پر ۲۴ نيته ترسره شي
د آلمان پارلماني ټاکنې به د ۲۰۱۷ م کال د سبتمبر پر ۲۴ نيټه ترسره شي. په برلين کې د آلمان کابينې په دې تړاو د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزیر، وړانديز ومانه کړ. اوس دا وړانديز د آلمان د پارلمان او ولسمشر له خوا هم بايد تصويب شي.