لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«مسلمانې نجونې هم بايد د لامبو د زده کړې په شريک درس کې برخه واخلي»
د بشري حقونو په محکمه کې په ښوونځي کې د هلکانو او نجونو په ګډه د لامبو د زده کړې د مکلفيت پر ضد د يوه مسلمان مور او پلار دعوا د ناکامۍ سره مخ شوې ده.د شتراسبورګ دې محکمې پریکړه وکړه چې چارواکي اجازه لري چې د ښوونځي دې اجباري درس او د ماشومانو ادغام ته د مور و پلار د هغه غوښتنې په مقابل کې چې د ديني دلایل پر اساس یې کوي، اوليت ورکړي. په دې محکمه کې د سويس په خټه يو ترکي مور او پلار شکايت کړې وو.
په کابل کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي
د فرانسې د خبري آژانس په حواله په کابل کې نن، سه شنبه دوه غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۲۱ وژلي او ۵۰ نور ټپيان دي. يوه افغان چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې خبرې کړې ویلی دي: «چاودنې ۲۱ تنه ووژل او ۴۵ تنه نور یې ټپیان کړل. ډیری قربانیان د پارلمان د کارکوونکو په ګډون ملکي وګړي دي.» تر دې مخکې د کابل د اوومې ناحیې د پولیسو قوماندان ویلي وو: «یو ټیوټا موټر د پارلمان ودانۍ ته نزدې چاودلی دی.»
د ترکيې پارلمان په اساسي قانون د اصلاحات په تړاو د بحث له پاره موافقه رای ورکړه
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د رياستي نظام د رامنځته کولو خپل هدف ته ډير نزدې شوي دی. د انادولو د خبري آژانس په حواله د سه شنبې په شپه د دغه هيواد پارلمان په اساسي قانون کې د اړوندو اصلاحاتو په هلکه د مشورو په پلوۍ راې ورکړه. د پارلمان د حاضرو ۴۸۰ غړيو څخه یې ۳۳۸ د مشورو د پيلولو له پاره رای واچوله. د بحث د پیلولو له پاره لږ تر لږه ۳۳۰ رايو ته اړتيا وه.
د ايران پخوانی ولسشمر رفسنجاني خاورو ته وسپارل شو
د ايران سياسي مشرتابه د زرونو ويرجنو سره په شريکه د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د خښولو په مراسمو کې ګډون وکړ. د فاتحې مراسم د ايران په پوهنتون کې د مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي په مشرۍ ترسره شول. رفسنجاني د يکشنبې په ورځ د ۸۲ کالو په عمر د زړه د حملې له کبله مړ شوی وو. نوموړی د ۱۹۷۹م کال د ايران په اسلامي انقلاب کې ستره ونډه درلودله او د اوسني ولسمشر حسن روحاني لارښود بلل کيده.
د آلمان حکومت د مغرب پر هيوادونو د فشار په اړه مخالفت لري
د آلمان حکومت د مهاجرو په مسئله کې د مغرب د هيوادونو په هلکه د دريځ پر سر اختلاف لري. د آلمان د پراختيايي چارو وزیر ګیرد ميولر، پر دغه هيوادونو د مرستو د بندولو څخه اخطار ورکړې څو په دې توګه دوی د رد شويو مهاجرو د بيرته منولو له پاره مجبور کړل شي. خو د آلمان د عدلیې وزیر هايکو ماس، چې په سوسيال ډيموکرات ګوند پورې تړاو لري، بيا وويل چې د پراختيايي مرستو درول هم بايد د امکانه ونه باسو.
هلمند: پر يوه کور بريد ۷ تنه وژلي
په لښکرګاه کي پر يوه کور باندي ځانمرګي بريد ۷ کسان وژلي او ۶ نور ټپيان شوي دي. د هلمند د پوليسو قوماندان آغا نور، ويلي دي چي په دغه چاودنه کې چې پر یوه کور باندې شوې ده ۷ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. خو هغه دا نه دي ويلي چي دغه کور په چا پوري اړه لري. خو د دغه ولايت وياند عمر ځواک بيا د يوه تن د وژل کېدو خبره کړې ده.
په افغانستان کې د کورني بې ځايه شويو شمير ۶۲۰ زره ته رسيدلی
په افغانستان کې د جګړو له کبله د کورني بې ځایه شوو کسانو شمير مخ پر لوړیدو دی. د ملګرو ملتونو د يوه رپوټ په حواله په افغانستان کې دننه د بې ځایه شوو کورنيو شمیر په یوه کال کې ۶۲۰ زرو کسانو ته رسیږي. دغه شمیر د تيرکال د دسمبر مياشتي تر هغې چي ۵۸۰ زره ښوول شوی وو ۴۰ زره زیات دی. تر ۲۰۱۵م کال دمخه لا د جګړو په سبب په خپل هیواد کې تر۱،۲ میلیونه زيات کسان په تېښته ول