لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ترکيه: د نوي کال د شپې د بريد کونکي هويت معلوم شوی
ترکي چارواکي توانيدلي د نوي کال په شپه پر يوه نايټ کلب د بريد کونکي هويت معلوم کړي. دا خبره د بهرنيو چارو وزیر چاوش اوغلو وکړه خو په دې هکله یې جزيات په ډاګه نه کړل. د نوي کال د شپې د دغه بريد پړه «اسلامي دولت» ډلې منلې وه. د بريد په تړاو د ۴۲ تنو تر نيولو وروسته هم چې په هغه کې د شکمن بريد ګر ميرمن هم شامله ده، ترکي پوليسو د لټې په ترڅ کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د سوریې د سولې خبرې به د جنورۍ په پای کې ترسره شي
د سوریې د سولې د خبرو اترو لومړی پړاو د جنورۍ پر ۲۳ نيټه په قزاقستان کې پيل شي. د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، وويل : «موږ به د شخړې د يوه سياسي حل په موخه ډير زيار وباسو.» مخکې د دې خبرو اترو په اړه له دې کبله شکونه څرګند شوي ول چې د سوريې ياغي ډلو د ولسمشر اسد د ځواکونو له خوا له اوربند څخه د سرغړونو له امله د سولې مذاکراتو ته د چمتووالي په غونډو کې د ګدون خبره رد کړې وه.
پوليس: عمري په برلين او اېتاليا کې عينې وسله کارولې وه
د اېتالیې پوليسو ویلي چې د برلين د پیښې شکمن عامل انيس عمري، په هغه وسله په مايلند کې پر پوليسو ډزې کړې وې چې برلين کې پرې د لارۍ چلونکی وژل شوی وو. په دې ترتيب له دې څخه دا څرګندیږي چې د آلمان امنیتي چارواکو د عمري څخه د خطر په اړه ناسم اټکلونه کړي ول. ويل شوي چې پوليسو عمري د يوه کال څخه هم د زياتې مودې راهيسې تعقيباو او پوهيدل چې دی د افراطي ډلې «اسلامي دولت» سره تماس لري.
هندي پوليسو په بنګلور کې د ښځو د زرونو په اړه پلټني پيل کړي
د هند پوليسو د نوي کال په شپه په بنګلور کې د ښځو د احتمالي جنسي زورونو په اړه پلټنې پر لاره اچولي دي. وليسو ویلي چې د باور وړ شواهد ورته وړاندې شوي او له همدې کبله یې د پلټنو لارښوونه کړې. پوليسو د ښار د منځ د څار د ۴۵ کامرو ويډيويي مواد ارزولي چيرته چې د اوونۍ په پای کې په سونو کسانو نوي کال ته هرکلی ووايې. په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې خپرې شوي چې ښځې د ژړا په حال کې د مرستې چغې وهي.
په فلېپين کې ياغيانو پر يوه زندان يرغل کړی
وسله والو ياغيانو د فلېپين په جنوب کې پر يوه زندان يرغل کړی. د زندان مشر پيتر جون بونګات، د کابو ۱۰۰ وسله والو خبره وکړه چې پر ساتونکو یې ډزې کړي او د ۱۳۰ زيات زندانيان یې آزاد کړي دي. ده وويل چې په پيښه کې يو ساتونکی وژل شوی دی. د زندان مشر دا «د مورو اسلامي آزادۍ جبهې» کار بولي. دا زندان په منداناو ټاپو کې دی چيرته چې زياتره مسلمان اوسي او تل د حکومت او مسلمانو ياغيانو ترمنځ شخړې رامنځته کيږي.
په آلمان کې د ميشتو مهاجرو د کورنيو د غړو په راتګ کې د پام وړ زياتوالې راغلی
په ۲۰۱۶م کال کې په آلمان کې د ميشتو مهاجرو د کورنيو د غړو په راتګ کې د پام وړ زياتوالې راغلی. د رسنيو د رپوټونو په حواله د ۲۰۱۶م کال په لومړيو دريو مياشتو کې کابو ۷۰ رزه ويزې د کورنيو د بيرته يوځای کيدو له پاره ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۵م کال کې بیا دغه ډول تقريباً ۵۰ زره او په ۲۰۱۴ م کال کې ۳۰ زره ویزې توضیع شوي دي.