لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لوګر: د سړک غاړې ماين چاودنې يو پوليس وژلی
يوه افغان چارواکي ویلي چې په لوګر ولايت کې د سړک غاړې ماين چاودنې لږ تر لږه يو پولیس وژلی او څلور تنه نور يې ټپيان کړي دي. د لوګر د والي ویاند سليم صالح، وويل چې د دوشنبې په ورځ په محمد آغې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې په پيښه کې د امنيې قوماندان په ګډون د سړک جوړونې درې انجينران ټپيان شوي. همدا راز په هرات کې هم يوې چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه ټپيان کړي. تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
د استانبول د بريد په قربانيانو کې دوه آلمانان هم شامل دي
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په حواله د استانبول د نوي کال د شپې د بريد په قربانيانو کې دوه تنه آلمانان هم شامل دي. ويل شوي چې له دوی څخه يوه آلماني او هم ترکي تابعيت درلود. د بل په اړه ويل کيږي چې ښايي يوازې د آلمان تابعيت يې لاره. وياند زياته کړه چې په بريد کې درې تنه آلمانيان ټپيان شوي دي. د استانبول د شپې پر يوه کلب د لږ تر لږه يوه وسله وال تن له خوا د بريد په نتيجه کې ۳۹ انسانان وژل شوي ول.
بغداد کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې
د پولیسو د معلوماتو پر اساس د عراق په پلازمينه بغداد کې د موټر بم بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي. چاودنه د بغداد په شعيه میشته سيمه صدر سټي کې رامنځته شوې ده. همدا د اوونۍ په پای کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» په بريدونو کې د ۳۰ زيات انسانان وژل شوي ول. په دې منځ کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم بغداد ته رسيدلی دی.
افریقايي مهاجرو هسپانیې ته د داخليدو هڅه کړې
کابو ۱۱۰۰ افریقايي مهاجرو هڅه کړې د نوي کال په شپه په مراکش کې د هسپانیې سبته سيمې ته داخل شي. په مادريد کې د حکومت له خوا ويل شوي چې په دې ترڅ کې د اخ و ډب په نتيجه کې ۵ هسپانوي پوليس او د مراکش د ۵۰ زيات امنيتي ځواکونو ټپيان شوي دي.ويل شوي چې د افريقا د لویې صحارا د جنوب د هيوادونو څخه راغلي دا سړي ډير «منظم او پاريدلي» ول. له دوی څخه يوازې دوه تنه د هسپانيې خاورې ته داخل شوي دي.
په ميانمار کې د روهنګيا مسلمانانو سره د روز زياتي په تور پوليس نيول شوي
د میانمار حکومت پر روهنګيا مسلمانانو د پوليسو له خوا د احتمالي زرو زياتي په اړه پلټنې پر لاره اچولي. د اوونۍ په پای کې يوې ويډيو چې د روهنګيا په کليو کې پکښې خلک د پوليسو له خوا د وهلو ټکولو په حال کې ښکاره کيږي، سخته غوسه راپارولې. دا ويډيو ښايي د نوامبر د ۵مې نیټې وي او د سرحدي پوليسو له خوا د راخين د ناآرامه سيمې د تخليې پر وخت ثبت شوي وي. درې تنه پوليس پيژندل شوي چې په اړه یې پلټنې پيل شوي.
آلمان: په کار د بوختو کسانو شمير ډير لوړ شوی
د کار په بازار کې د ودې له کبله په آلمان کې په کار د بوختو کسانو شمير يوې نوی لوړې کچې ته رسیدلی دی. په ۲۰۱۶م کال کې په آلمان کې کابو ۴۳،۴ ميليونه انسانان په کار بوخت ول. د آلمان د احصايي دفتر له خوا ويل چې په دې ترتيب په دې وروستيو لسو کالو کې په کار د بوختو په شمير کې دوامداره زياتوالې مخ پر وړاندې روان دی. د کار د بازار ښه وضعيت او کورنۍ تقاضا دمګړۍ د اقتصاد د تحرک سبب ګرځي.