لنډ خبرونه له انځور سره
د طالبانو په برید کې ۱۲ محلي پولیس وژل شوي
چارواکو د شنبي په ورځ ویلي چې په غزني ولایت کې د محلي پولیسو پر یوه قرار ګاه باندې د طالبانو په برید کې ۱۲ محلي پولیس وژل شوي دي. د غزني د ولایتي شورا غړي عصمت جمرادوال ویلي چې په دې شپږ ساعته برید کې لږ تر لږه ۲۰ نور محلي پولیس ټپیان شوي هم دي. د غزني د ولایتي شورا یوه بل غړي محمد رحمن وویل چې طالبانو غوښتل چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ ونیسي.
په بریتانیا کې د طالبانو بم جوړونکی په ابدي بند محکوم شوی
یوې بریتانوۍ محکمې یو کس د طالبانو له پاره د بمونو جوړولو او د بریتانیا پر پارلمان باندې د چړې د برید د طرحې په تور په ابدي بند محکوم کړ. د لندن د شمالي څنډې اوسیدونکی ۲۸ کلن خالد علي د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې د بریتانیا د پارلمان د ودانۍ په بهر کې ونیول شو. نوموړي په خپلو جامو کې درې چړې پټې کړې وې او غوښتل چې د پولیسو یو افسر، د وسلوالو ځوکونو یو غړی او یا یو سیاستوال په قتل ورسوي.
د المپیک نړیوالې کمیټې د غړیتوب له پاره افغان میرمن نومانده شوې
د المپیک نړیوالې کمیټې د جمعې په ورځ د سمیرا اصغري په نامه یوه افغانه میرمن د دغه نړیوال سازمان د غړیتوب له پاره د نهو نورو کاندیدانو ترڅنګ نومولې ده. دغه کمیټه وايي په دې توګه غواړي د میرمنو د حقونو ارزښت وښيي. د المپیک د نړیوالې ټولنې مشر توماس باخ وویل چې د ۲۴ کلنې افغان میرمنې سمیرا اصغري نوماندې یو وخت یې د خپل هیواد افغانستان له پاره د باسکتبال لوبې هم کړي، یو لړ اداري کارونه هم کړي دي.
خامنه ایی له واشنګټن سره مذاکرات اشتباه بللي دي
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ایی د شنبې په ورځ ویلي چې دا به یوه روښانه اشتباه وي چې له امریکا سره مذاکرات وشي او زیاتوي چې واشنګټن د اعتماد وړ نه دی. خامنه ایي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره په یوه ملاقات کې وویل چې د امریکایانو خبرې او ان لاسلیک د اعتماد وړ نه دی نو له امریکا سره مذاکرات خو هیڅ ګټه نه لري.
د عراق پولې ته څیرمه د ایران د انقلابي ګارد ګڼ شمیر سرتیري وژل شوي
په ایران کې نیمه دولتي رسنۍ تسنیم خبر ورکړی چې وسلوالو کسانو د عراق پولې ته څیرمه د ایران د انقلابي ګارد لس سرتیري وژلي دي. د دغه ولایت امنیتي مسوول حسین خوش اقبال د ایران ملي تلویزیون ته ویلي چې د انقلابي ګارد د بسیج ځواکونو ۱۱ غړي هغه وخت ووژل شول کله چې د مریوان په سیمه کې د شپې پرمهال پر دوی برید وشو. نوموړي د دې برید مسوولیت کردي یاغیانو ته راجع کړ.