لنډ خبرونه له انځور او متن سره
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د مزارشریف پیښه وغندله
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په مزار شریف کې د خپل هیواد پر قنسلګري باندې برید غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غم شریکي څرګنده کړې ده. د پنجشنبې په ماښام ناوخته برید کوونکو له چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر د آلمان د قنسګلرۍ له دیوال سره وجنګوه چې پکې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او څه نا څه ۱۲۰ تنه نور ټپیان شول. طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې.
ترکي امنیتي ځواکونو د جمهوريت ورځپاڼې نشروونکی نیولی دی
د جمهوریت ورځپاڼې خبر وکړی دی چې ترکي امنیتي ځواکونو اکین اتالای، له اتاترک هوایي ډګر څخه نیولی دی. د جمهوریت ورځپاڼې دغه خپرونکی یا ناشر له آلمان څخه تازه خپل هیواد ته رسیدلی وو. د ترکیې حکومت د دغه هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان، پر ضد تر ناکامې کودتا وروسته، د جمهوریت ورځپاڼې یو شمیر کارکوونکي نیولي دي. پر هغوی باندې په امریکا کې له میشت فتح الله ګولن سره د اړیکو لرلو تور لګول کیږي.
د هند په يوه فابریکه کې اور لګیدنې ۱۳ کسان وژلي
د هند پولیسو ویلي دي چې د نوي دهلي په څنډو کې د جامو په یوې فابریکې کې د اورلګیدنې له کبله، لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې د نساجي فابریکې دغه کارکوونکي، په خپله فابریکه کې ویده ول چې د جمعې په ورځ وختې اور ولګید. هغه زیاته کړې ده چې دوه یا درې نور کسان اوس په روغتون کې دي. اور وژونکو څو ساعته کار وکړ چې وضعیت تر خپل کنترول لاندې راولي.
ترمپ د خپلو سیاستو په اړه یو څه معلومات ورکړل
دونالد ترمپ، د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې تر بریا وروسته، د لومړي ځل له پاره د خپلو سیاستونو په اړه خبرې کړې دي. ترمپ ویلي دي چې د ولسمشر بارک اوباما، له خوا د روغتیایي بیمې وړاندې شوی پلان چې د «اوباما کییر» په نوم شهرت لري، به له منځه یوسي او په بدل کې به یې یو بل پلان وړاندې کړي. هغه زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د مهاجرت او د کار د بازار موضوعګانې یې د تیم په لومړیتوبونو کې دي.
د چین ولسمشر د خپل هیواد پر یووالي ټینګار وکړ
د چین ولسمشر شي جین پینګ، په هانکانګ کې د لا ډیرې دیموکراسي له پاره تر مظاهرو وروسته، د دې سیمې خپلواکي په بشپړه توګه رد کړې ده. هغه ویلي دي چې دا به د هیڅ یوه کس، ګوند او یا هم ډلې له پاره ممکنه نه وي چې د چین یوه برخه له دې هیواده بیله کړي.
یونیسف د سږو د مکروبي کیدو او اسهال پر وړاندې د ماشومانو د ساتنې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندق یا یونیسف، د اسهال او د سږو د مکروبي کیدو پر وړاندې د ماشومانو د لا ډیرې ساتنې غوښتنه وکړه. د آلمان په کولن ښار کې د یونیسف د څانګې په حواله دغه ناروغي هر کال په ټوله نړۍ کې ۱،۴ میلیونه ماشومان وژني. ویل شوي دي چې په ځانګړې توګه د افریقا او سویلي اسیا ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي. یونیسف ویلي دي چې د سږو مکروبي کیدل اوس په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې لومړی لامل دی.