لنډ او مهم خبرونه په متن او له انځور سره
لنډ او مهم خبرونه په متن او له انځور سره
د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې بس اوښتنې مرګ ژوبله اړولې
د بغلان ولایت چارواکو په دې هکله رسنیو ته ویلي چې په دې پیښه کې ۱۴ کسان وژل شوي. د بغلان د ولایت مقام ویاند محمد حقمل په دې هکله د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په دې پیښه کې ۲۶ تنه نور ټپیان شوي او دغه پیښه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې نن د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت ۱۱ بجو او ۲۰ دقیقو رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي چې د موټر چپه کیدو د پیښې په تړاو یې څیړنې پیل کړي دي.
وسلوالو د اروزګان او کندهار په لویه لار یو شمیر مسافر له ځانه سره وړي
د کندهار د ولایت مقام ویاند صمیم خپلواک وويل چي دغه سرويس موټر د شاولي کوټ څخه روان د روزګان ولايت ته ولاړ شي. د وياند په وينا پر لاري دغه موټر د وسله والو تر بريد لاندي راغلی چي په ترڅ کي يې ۷ مسافر ووژل شول. وياند زیاته کړې چي ۲۰ مسافر په تېښته بريالي شوي او ۳۳ نور لا تر اوسه د وسله والو سره دي. د دغه بريد پړه تر اوسه کومي ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
په فاریاب ولایت کې یوې ولسوالۍ سقوط کړی
په افغانستان کې یو افغان چارواکي رسنیو ته ویلي چې طالب جنګیالیو د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت کې له شدیدې جګړې وروسته د یوې ولسوالۍ مرکز نیولی. د چارواکي په حواله په دې جګړه کې دوه پولیس سرتیري وژل شوي. د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ولایت د لولاش پر ولسوالۍ دغه برید د شنبې په شپه ناوخته په تیاره کې پیل شوی وو.
په کندز ولایت کې د بې پولو ډاکټرانو نوی روغتون پرانیستلی
په افغانستان کې بې پولې ډاکټرانو خپل یو کوچنی روغتون په شمالي کندز ولایت کې پرانیستلی. په دغه نوې ودانۍ کې یو ډاکټر او پنځه نرسان فعالیت کوي او یوازې سطحي ټپي کسانو ته درملنه وړاندې کوي. دې سازمان خپل فعالیت د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت بند کړ چې په همدې ولایت کې د دوی پر یوه روغتون باندې د امریکايي او افغان ځواکونو د یوه هوايي برید له امله د ۲۴ ناروغانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له پاره جدي اقدامات غواړي
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر، سباستین کورتز د «ولت ام زونتاګ» په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې پر شمولیت مذاکرات باید وځنډول شي. کورتز همدا راز د ترکیې پر وړاندې د خپل آلماني سیال زیګمار ګابریل له موقفه هرکلی کړی. ګابریل د ترکیې په هکله د خپلې ارزونې وروسته، د دې هیواد له پاره په دې وروستیو کې خپل تازه سیاست اعلان کړ.
د ترکیې ولسمشر اردوغان سعودي عربستان ته تللی
د انقرې او برلین ترمنځ د اړیکو تر خرابیدو وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان عربستان ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې ترکیه یو دموکرات هیواد دی او قانوني او ټولنیز حکومت لري. اردوغان ټینګار وکړ چې هیڅوک حق نه لري چې د ترکیې په داخلي چارو کې لاس وهنه او مداخله وکړي. په عین وخت کې په دې وروستیو کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، زیګمار ګابریل هم د انقرې په هکله خپل تازه سیاست اعلان کړ.
د امریکا د تکساس ایالت په یوه لارۍ کې مړي موندل شوي
د امریکا متحده ایلاتو د ټکساس ایالت پولیسو له یوې لارۍ څخه اته مړی موندلی دي. د سان انتونیو ښار د پولیسو مشر، ویلي چې په دې جسدونو کې دوه ماشومان هم دي. په دې لارۍ ډوله موټر کې ټول ۳۸ کسان سپاره وو او ۲۰ کسه نور بیا ژوندي موندل شوي چې روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ ښوول شوی. پولیسو د موټر چلوونکی نیولی دی. یاده لارۍ د یوه سوپرمارکیټ خواته په سره ګرمۍ کې دریدلې وه.