لنډ او مهم خبرونه له انځور سره
د جنرال دوستم د راتګ پرمهال په کابل کې چاودنه شوې
چارواکو ویلي چې کابل ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم تر راتګ وروسته د کابل هوايي ډګر ته څیرمه چاودنه شوې. د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ویلي چې چاودنه د هوايي ډګر دروازې ته څیرمه شوې په کوم ځای کې چې د جنرال دوستم پلویان د هغه د هرکلي په تمه وو. خو د ځايي رسنیو د تلویزیون په ژوندۍ خپرونو کې ښکاري چې تر چاودنې وروسته جنرال دوستم د صدارت په ماڼۍ کې دی او ګڼ شمیر پلویان یې هرکلی کوي.
په لوی اختر کې ښايی ولسمشر بیا د اوربند وړاندیز وکړي
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د وال ستریت ژورنال د روانې اونۍ هغه رپوټ تائید کړی چې پکې د لوی اختر په ورځو کې د یوه بل اوربند خبر خپور شوی وو. نوموړي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې داسې امکان شته چې په لوی اختر کې د اوربند وړاندیز وشي او په حواله یې نور جزئیات به وروسته اعلان شي. د کوچني اختر د اوربند په ترڅ کې ګڼ شمیر طالبان د کابل په کوڅو کې له خلکو او سرتیرو سره یو ځای لیدل کیدل.
د خیبر پښتونخوا په چاودنه کې یو سیاستوال وژل شوی
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې پولیسو ویلي چې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې یو ځايي سیاستوال وژل شوی دی. د ځايي پولیسو د ادارې یوه چارواکي ساجد خان په دې هکله وویل چې اکرام الله ګنډاپور په دې چاودنه کې وژل شوی دی. ګنډاپور په دې وروستیو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د غړي په توګه د پاکستان په روانو پارلماني او ایالتي ټاکنو کې ځان نوماند کړی وو.
کشمیر کې د یاغیانو او هندي امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د یاغیانو او هندي امنیتي ځواکونو په وسلواله نښته کې لږ تر لږه درې وسلوال یاغیان وژل شوي دي. دغه پیښه یوه ورځ وروسته په هغه سیمه کې رامنځ ته کیږي له کومې څخه چې یو پولیس سرتیری تر تښتولو وروسته ووژل شو. دغه پیښه د یکشنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په جنوبي ولسوالۍ کولګام کې رامنځته شوې.
روحاني: امریکا دې د زمري له لکۍ سره لوبې نه کوي
د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې له ایران سره هر راز شخړه به د ټولو جګړو مور وي. ولسمشر روحاني خپل سیال یعنې د امریکا متحده ایالاتو جمهور ریس ترمپ ته په خطاب سره وویل چې ته د جګړې اعلان کوې او بیا د ایرانیانو د ملاتړ خبرې کوې.