لند خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان: ۷ تنه اسلامستان محاکمه کيږي
په آلمان کې د اسلامستانو د «شريعه پوليسو» په توګه تر راڅرګنديدو دوه کاله وورسته اوس په اوپرتال ښار کې د ۷ تنو محاکمه پیل شوې ده. دغه ۷ تنه چې عمرونه يې د ۲۵ او ۳۴ کالو ترمنځ دي، پر خلکو د خپلو سياسي نظريو د تطبيق د بندیز څخه د سرغړونې له کبله دعوا شوې. څارنوال د اقامې دعوا د وړاندې کولو پر وخت وويل چې دوی د آلمان د حقوقي سسټم له منځه وړولو او د دې پر ځای د شريعي قوانينو د پلي کولو هڅه کړې:
اوباما ترمپ ته مبارکي وويله
د امريکا متحد, ایالاتو ولسمشر بارک اوباما خپل ځای ناستي تونالد ترمپ ته په ټاکنو کې د برياليتوب له امله مبارکي وويله. ويل شوي دواړه مشران غواړي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ سره وګوري. د امريکا متحد, ایالاتو د ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې د جمهوري غوښتونکو کانديد تونالد ترمپ د ديموکراتانو د ګوند کانديدي هیلري کلنټن ته په حيرانونکې توګه ماتې ورکړه او د امريکا متحدو ایالاتو د ۴۵ ولسمشر په توګه اعلان شو.
ميرکل ترمپ ته د ژورې همکارۍ وړاندیز وکړ
د دونالد ترمپ د انتخاب په هکله د نړۍ بیلابیلو مشرانو څرګندونې کړي دي. ډیر شمیر سیاستوال د ټاکنو پایلې حیران کړي دي. د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل دونالد ترمپ ته مبارکي ورکړه او وویل چې آلمان او امریکا د دیموکراسي، ازادۍ، حق، بشري کرامت ته درناوی د «ګډوارزښتونو» په درلودلو سره یو له بل سره تړلي دي. میرکل د دې ګډو ارزښتونو پر بنسټ د امریکا راتلونکی ولسمشر، دونالد ترمپ ته د نزدی همکارې وړانیز وکړ.
په ايران کې د يوه سروس موټر د چپه کيدو له کبله ۲۲ تنه وژل شوي
د ايران په سويل کې د شیعه زائرينو د يوه سروس موټر د چپه کيدو له کبله لږ تر لږه ۲۶ انسانان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي. د اسنا خبري آژانس په حواله دغه سروس موټر پرون،سه شنبه د بريکونو د خرابوالي له کبله چپه شوې دی. ويل شوي چې ټول شیعه زائرين د کربلا ښار پر لور روان ول.
جمهوري غوښتونکي په کانګرس کې هم د اکثريت لرونکي شول
جمهوري غوښتونکو د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس د ټاکنو په ترڅ کې په سنا مجلس کې اکثريت ترلاسه کړې دی. دوی په دې ټاکنو کې چې د ولسمشر د ټاکنو ترڅنګ ترسرې شوې، د کانګرس پر دغه خونه هم بشپړ کنترول ترلاسه کړ. دا چې دوی د استازو په مجلس کې هم په اکثريت کې دي، نو کانګرس به راتلونکي دوه کاله هم د جمهوري غوښتونکو په لاس کې وي.
د آلمان ائتلافي حکومت غواړي په ترکيه کې د آلماني پوځ ماموريت تمديد کړي
د آلمان ائتلافي حکومت غواړي په ترکيه د آلمان د پوځ ماموريت چې موخه یې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د امريکا په مشرۍ ائتلاف د هوايي بريدونو څخه د ملاتړ دی، په دغه هيواد کې د تازه سياسي پرمختګونو سره سره تمديد کړي. خو د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند په غوښتنه د آلمان حکومت په يوه اعلاميه کې ډاډ ورکړ چې د بديلو ځایونو په اړه به ارزونې ترسره کړي.