قوشتپې کریکټ ملي جام په کابل کې پیل شو
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبهد افغانستان کریکټ بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې دغه سیالۍ د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۳ نېټې به دوام وکړي او د پای لوبې په ګډون به پکې ۲۱ لوبې ترسره شي. د دغې جام لومړۍ لوبه د چهارشنبې پر ورځ د بند امیر او بست لوبډلو تر منځ پیل شوې.
ویل شوي، په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې لوبېږي، چې د افغانستان د ملي او الف لوبډلو پر لوبغاړو سربېره پکې د بېلابېلو ولایتونو لوبغاړي اخستل شوي دي.
د افغان کریکټ بورډ چارواکيو دا هم ویلي، چې قوش تېپه ملي شل اوریزېسیالۍ د کریکټ راروان شل اوریز جام ته د افغان لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې هم مهم دی.
همدې حال کې د افغانستان کریکټ بورډ د کریکټ سږني شل اوریز نړیوال جام له پاره د راشد خان په مشرۍ تیره ورځ شپاړس کسیزه لوبډله هم اعلان کړې ده.
افغانستان د کریکټ په ډګر کې په وروستیو وختونو کې ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په دغه لوبو کې د ښځو او نجونو په ګډون بندیز لګول شوی دی.