فوټبال: د ۲۰۱۶م کال اروپا جام سیالیو کې د آلمان او سلواکیا لوبه
د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۶م کال د اروپا فوټبال جام سیالیو کې د یو پر اتم پړاو لوبه کې سلواکیا ته درې صفر ماتې ورکړه او یو پر څلورم فاینل ته یې لار ومونده.
آلمان ۳ − سلواکیا صفر
د یکشنبې په مازیگر د آلمان او سلواکیا ملي لوبډلې د اروپا جام سیالیو د یو پر اتم پړاو لوبو کې له یو بل سره مخامخې شوې.
د آلمان او سلوایکا د لوبډلو تر منځ سیالي د لیل، په لوبغالې کې تر سره شوه چې زیاتره نندارچیان یې د آلمان د فوټبال د لوبډلو مینه وال وو.
د سلواکیا د ملي لوبډلې مینه وال هم د خپلې لوبډلې د تشویقولو له پاره د لیل، لوبغالې ته ورغلي وو او د میدان یوه برخه یې د خپل ځان له پاره ځانگړې کړې وه.
آلماني لوبغاړو له لومړۍ شیبې څخه د میدان کنترول خپل کړ او د پر له پسې حملو له کبله یې د سلواکیا لوبډله تر فشار لاندې راوسته. په انځور کې آلمانی لوبغاړی میسود اوزیل (کیڼ اړخ ته) لیدل کیږي چې د شوت په هڅه کې دی.
د آلمان لوبډله وکولای شول چې د لوبې په اوومه دقیقه کې خپل لومړی گول ووهي. که څه هم د سلواکیا لوبډلې دفاعي لیکه وتوانیده چې د میسود اوزیل کارنر دفع کړي، خو توپ آلماني دفاع کوونکي ژروم بوآتنگ (۱۷ شمیره) ته ورسید او او د سر په ضربه یې وکولای شي چې سلواکیا ته گول ورکړي.
دا د آلمان په ۶۳ ملي لوبه کې د بوآتنگ لومړنی گول وو. له یوه بل اړخه د گول د تر سره کیدو انځور.
بو آتنگ د گول د تر سره کولو وروسته د آلماني لوبډلې له ډاکټرانو سره خپله بریا لمانځي. بو آتنگ تر دې د مخه لوبه کې ټپي شوی وو او د ټیم د ډاکټرانو د لازمې فني او روغتیايي مرسته په واسطه وتوانید چې د سلواکیا پر ضد لوبه کې گډون وکړي.
د آلمان له لومړي گول څخه لا څو دقیقي نه وې تیرې، چې آلمان ته یو بل طلایي فرصت برابر شو. ریفري د سلواکیا د دفاعي لوبغاړي د یوې تیروتنې له کبله آلمان ته پنالتي ورکړه.
مسیود اوزل چې د پنالتي په وهلو کې مهارت لري، دغه شوت تر سره کړ خو هڅه یې ناکامه شوه. د سلواکیا گول کیپر وتوانید چې توپ ونیسي.
د سلواکیا د گول کیپر فوق العاده غبرگون چې د اوزیل توپ یې راایسار کړ.
د اوزل د هڅې تر ناکامیدو وروسته آلماني لوبډلې د سیالې لوبډلې پر وړاندې خپلو حملو ته ادامه ورکړ او په میدان یې بشپړ کنترول لاره. آلماني لوبغاړي چې د لوبې په اوږدو کې یې زیاتره وخت توپ په خپل کنترول کې لاره د ښو پاسونو په واسطه مخالفې لوبډلې ته د گول ورکولو هڅه وکړه.
د سلواکیا لوبډله چې په لومړۍ نیمایي کې یې دفاعي حالت غوره کړی وو، یو ځل وتوانیده چې خطرناکه واقع شي. د آلماني لوبډلې گول کیپر مانویل نویر وتوانید چې په ۴۱ دقیقه کې د کوکا (زرغون کالي) یو شوت پر شا وتمبوي.
آلماني ټیم د سلواکیا تر چانس وروسته خپل دوهم گول تر سره کړ. دغه گول ماریو گومڅ تر سره کړ.
د آلمان له لوري دوهم گل د تر سره کیدو صحنه، یو له یوې بلې زاویې څخه.
د دوهم گول تر سره کیدو څو شیبې وروسته د لوبې لومړۍ نیمایي دوه - صفر د آلمان په گټه تمامه شوه. تر دوهم گول وروسته ماریو گومیڅ او ملگریې یي خوښي لمانځي.
آلمان د لوبې د دوهمې نیمايي تر پیل وروسته هم پر میدان کنترول لاره. د دوهمې نیمايي د وروسیتو دقیقو تر تیریدو وروسته د سلواکیا لوبغاړي زړه ور شول او تهاجمي بڼه یې غوره کړه.
د سلواکیا لوبغاړي د دوهمې نیمایي په اوږدو کې څو ښه چانسونه تر لاسه کړل، خو د آلماني لوبډلې منسجمې دفاعي لیکه د دې مخه ونیوله چې د سلواکیا لوبډله خپل هدف ته ورسیږي.
خو لږ څه وروسته آلماني لوبډله یو ځل بیا پر دې وتوانیدله چې توپ راخپل کړي او خلاقه لوبه نندارې ته وړاندې کړي. آلمانی ټیم پر دې بریالی شو چې په ۶۳ دقیقه کې دریم گول هم ووهي. دغه گول دراکسلر وواهه.
د دراکسلر د گول بل انځور له یوې بلې زاویې څخه.
د آلماني لوبغاړو د دریم گول وروسته د خوښۍ یوه شیبه.
د آلمان ملي لوبډلې د لوبې په ورستۍ ربع کې وکولای شو چې د تازه نفس او تجربه لرونکو لوبغاړو په بدلولو سره د میدان کنترول وساتي او سلواکیا ته کوم فرصت ور نه کړي.
آلمان ۳ - سلواکیا صفر
آلماني لوبغاړو د لوبې په وروستیو شیبو کې د څلورم گول له پاره طلایي فرصت لاره، خو د سلواکیا د گول کیپر غبرگون د دې سبب شو چې دغه حمله شنډه کړي. په پای کې لوبه ۳ - صفر د آلمان په گټه تمامه شوه. د آلمان د لوبډلې د مینه والو خوښي چې اوس هیله من دي چې لوبډله یې د څلورم ځل له پاره د اروپا اتله شي.