فضل الرحمن: عمران خان دې په ۴۸ ساعتونو کې استعفأ وکړي
۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعهمولانا فضل الرحمن د مارش په زرونو ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له ملي ادارو سره تقابل نه غواړي خو هغوی هم باید د چا پلویتوب ونه کړي.
مولانا فضل الرحمن د پاکستان پيپلز ګوند د سیاستوال بلاول بهټو زرداري، او نورو سیاستوالو سره یو ځای په اسلام آباد کې د «آزادۍ مارش» ګډونوالو ته وینا وکړه. دغه مارش ته په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف، هم وینا وکړه.
د مارش ګډونوال په اسلام آباد کې تر شنه آسمان لاندې دویمه شپه تیروي. فضل الرحمن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د استعفا کولو له پاره دوه ورځنی مهلت ورکړ.
فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل چې حکومت «کشمیر پلورلی، اقتصاد یې تباه کړی» او د خراب اقتصاد سره د هیواد چارې نه شي چلیدی.
فضل الرحمن له رسنیو هم خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل: «زه له رسنیو سره ولاړ یم او د رسنیو له کارکوونکو او مالکانو سره خواخوږي لرم. موږ غوښتنه کوو چې پر رسنیو بندیزونه لیرې شي.»
د فضل الرحمن په خبره [حکومت] د پنځه میلیونو کورونو د جوړولو ژمنه کړې خو تر پنځوسو زرو زیاتو خلکو کورونه نړول شوي دي. هغه وویل چې عمران خان د لس میلیونه کار ځایونه رامنځ ته کولو ژمنه کړې خو تر سل زره زیات کسان بې روزګاره شوي دي.
دغه مارش ته پر فضل الرحمن سربیره په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف، بلاول بهټو زرداري او یو شمیر نورو سیاستوالو هم وینا وکړه.
اعزاز سید/ اسلام آباد