فرانسه د افغانستان څخه ۱۰۰۰ تنه سرتيري باسي
۱۳۹۰ تیر ۲۱, سهشنبهسرکوزي ويلي چي، د راروان کال تر پايه به د خپلو پوځونو يوه برخه له افغانستان څخه را وباسي. دا خبري سرکوزي افغانستان ته تر ناڅاپي سفر وروسته په سروبي کي د فرانسوي ځواکونو په پوځي اډي کي کړي.
سرکوزي په پوځي اډه کي د ژورناليستانو سره د خبرو پر وخت ويلي:« دا ضروري ده چي جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي. دا پوښتنه هيڅ کله نه وه را ولاړه سوې چي په افغانستان کي به پوځونه د تل له پاره پاته کيږي.»
فرانسه په افغانستان کي شاوخوا ۴۰۰۰ سرتيري لري چي زياته برخه يي د کابل ولايت په سروبي ولسوالي کي ميشت دي او پاتي برخه يي د کاپيسا په ولايت کي دي.
هغه ويلي چي د ۲۰۱۲ م کال تر پايه به له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ تنه سرتيري راوباسي. تر دي وړاندي انګلستان او برتانيې هم د افغانستان څخه د خپلو پوځونو د را ايستلو اعلان کړی.
په پام کي ده چي د ۲۰۱۴ م کال تر پايه به له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه را ووځي او د امنيت مسؤليت به افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
تر دي وړاندي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۲ م کلا تر دوبي له افغانستان څخه د ۳۳ زره سرتيرو د ايستو اعلان کړی، همدا راز انګلستان هم ويلي چي د راروان کال تر پايه شاوخوا خپل ۵۰۰ سرتيري له افغانستان څخه باسي.
د تيري پنجشنبې په ورځ د کاناډا پوځ په افغانستان کي خپل رسمي ماموريت ته د پای ټکی کښېښود او خپل۳۰۰۰ سرتيري چي په کندهار کي ميشت ول د افغانستان څخه وايستل.
په پام کي ده چي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدو وړاندي به سرکوزي په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځونو قوماندان جنرال ډيوډ پيټريوس سره هم وګوري.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل