غني له صالح او دانش سره د ټاکنو له پاره نوم لیکنه وکړه
۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبهد جولای پر ۲۰مه نیټه د ترسره کیدونو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او تیم یې هم نوم لیکنه وکړه. اشرف غني په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې د ټاکنو د پایلو تر روښانه کیدو پورې به د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
غني ټینګار وکړ چې د افغانستان انتخاباتي ادارې په اصلاح شي او دی په دې برخه کې له نورو سیاسي ډلو سره همغږی دی. ولسمشر غني د کاندید په توګه تر نوم لیکنې وروسته وویل: «زما په راتلونکي حکومت کې به د پریکړې تر ټولو لوړه مرجع یوه څلور کسیزه ډله وي.»
هغه له دې سره خپلو دوو مرستیالیانو امرالله صالح او سرور دانش او همداراز د انتخاباتي ډلې څلورم غړي محمد یوسف غضنفر ته اشاره وکړه. خو دا لا روښانه نه ده چې غضنفر په د ولسمشر غني په حکومت کې کومه دنده پر غاړه ولري.
ولسمشر غني او له هغه سره په ټیم کې ټولو شاملو کسانو د یوه قوي دولت پر رامنځ ته کولو باندې ټینګار وکړ. د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله هم د کاندید په توګه نوم لیکنه وکړه.