غني او چينايي چارواکی له طالبانو سره پر مذاکراتو غږيدلي
۱۳۹۸ آبان ۱۴, سهشنبهدغه غونډه چې د «بين الافغاني دیالوگ» په نامه ياديږي، په اصل کې باید په اکتوبر مياشت کې جوړه شوې وای پرته د نوې نیټې د ټاکلو وځنډيده. تر دې مخکې دې ورته یوه بله غونډه د قطر په پلازمينه دوحه کې په جولای په میاشت کې جوړه شوې وه.
ارګ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۵ نیټه) وويل چې غني او وانگ د سولې په پروسه کې د افغانستان د حکومت او خلکو پر نقش تاکيد وکړ.
د ارگ په خبر پاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر غني د دوشنبې په ماښام د چين د بهرنيو چارو له وزير وانگ يي سره په تليفوني تماس کې له طالبانو سره پر خبرو سربیره د جمهوري رياست ټاکنو د بريالي ترسره کيدو او له دولت سره د دولت د همکاريو په اړه خبرې وکړې.
زياته شوې چې وانگ يي ولسمشر ته په چين کې د سولې د جوړيدونکي غونډې په اړه معلومات ورکړي. خو په دې اړه د ارگ له خوا نور جزييات نه دي په ډاگه شوي.
غني پر دې ټینگار کوي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرې باید د هغه د حکومت په مشرتوب ترسره شي خو طالبان له حکومتي استازو سره خبرې ردوي.
bs/ms (AP)