طبیعي خواړه په ورزش کې د ډوپينګ ځای نیسي
د علمي څېړنو له مخي ورزشکاران کولی شي له یو لړ طبیعي غذایي موادو نه په استفادې خپل د بدن ځواک پياوړی او په دې توګه په کیمیاوي موادو سره له ډوپينګ څخه ځان وساتي.
کاربوهایدریت
د بایسکل چلوونکو په برخه کې د برمنګهم څیړنیز پوهنتون څیړنې ښيې چې د کاربوهایدریت لرونکو خوړو له ترکيب (په شیدو، میوو، حبوباتو او سبزیجاتو کې د موجودې شکرې، نشایستې او فیبر) او فرکتوز(په میوو کې طبیعي خوږه لرونکي مواد) څخه په استفادې سره یي د بدن توان ۸ سلنه زیات شوی دی. له همدې امله د بدني ورزشونو پر مهال له غلو دانو لرونکو موادو څخه استفاده ډیره ګټوره ده.
چغندر یا لبلبو
د بریتانيا د اکستر پوهنتون د څیړنو پر بنسټ د چغندر د اوبو څښل د بدن مقاومت تر ۱۶ فیصدو پورې زیاتوي. په چغندر کې موجود مواد عضلانو ته د ضرورت مطابق اکسیجن په رسولو کې مرسته کوي او د ویني جریان ښه کوي.
کورکمن یا زردچوبه
د وروستیو تحقیقاتو پر بنسټ کورکمن په بدن کې د التهاب او ګزک مخه نیسي. له تور مرچو سره یوځای له کورکمن څخه استفاده د د دې موادو دارویي خاصیت زیاتوي. په کورکمن کې موجود د التهاب ضد مواد په چټکۍ سره د بدن د بیارغونې سبب کیږي او عصبي فشار هم کموي.
كافئين
کافئن هغه مواد دي چې په لنډه موده کې د انسان تمرکز، جسمي او رواني توانایي زیاتوي. په همدې دلیل د بدن د هر کیلو ګرام وزن په نتاسب په مناسبو وختونو کې له ۳څخه تر ۴ ملي ګرامه کافئین څخه استفاده د دې سبب کیږي چې بدن تر ډیره وخته پورې خپل استقامت وساتي. خو له کافئن څخه تر اندازې زیاته استفاده خطرناکې پایلې لرلی شي چې کیدای شي د زړه ضربان د زیاتیدو، د عضلاتو د لړزې او عصبي اختلالاتو سبب شي.
تیز رنګه شوکلات
تیز رنګه یا تریخ شوکلات په وينه کې د اکسیجن جذب کموي. له ورزشي تمریناتو او بدني کار مخکې د یو تخته شوکلات خوړل د بدن استقامت زیاتوي. همدارنګه په ککوو کې موجود تئوبرومين لکه د کافئین په څیر په بدن کې د انرژۍ د زیاتیدو سبب کیږي.
د جینسنګ ریښې
جینسنګ چې په عربي کې د دې ګیاه ریښې ته «جنسه» او په انګلیسي کې ورته Ginseng وایي له کلونو راهیسې د چين په یوناني طب کې کارول کیږي. دغه ریښې په زیاته اندازه اوسپنه او مګنیزم لري چې د انسان په خوشحاله ساتلو او د تمرکز په زیاتولو کې مرسته کوي. له تمریني ورزشونو څخه مخکې او یا تر یوه جنجالي ورځي وروسته، له دغو ریښو څخه استفاده لکه د ډوپينګ له موادو څخه د استفادې په ډول انرژي تولیدوي.
بادام
بادام ۲۴ سلنه پروتيني مواد لري چې د عضلاتو په رغونه کې ډیره مرسته کوي. سربیره پر دې بادام د ویټامين ای او معدني موادو درلودونکی دی چې د مغز او بدن د دفاعي سیستم د تقویه کیدو سبب کیږي. د بادام ګټور غوړ د بدن توان زیاتوي او ستړتیا کموي.
آووکادو
آووکادو د ویټامين A درلودونکی دی چې د بدن د حجرو په وده کې مرسته کوي. دا د ګټور او غیر مشبوع شوي غوړ غني منبع ده. سربیره پر دې د ویتامين B1 او B6 درلودونکی دی چې د اعصابو په آرامولو او د بدن د حجرو په ترمیم کې مرسته کوي.
د ګیلاس اوبه د درد او عضلاتو د شخیدو درمل
د ګيلاس له یوه پیاله اوبو څښلو سره کولی شي د عضلاتو له درد او شخیدو مخه ونیسئ. د ګيلاس اوبه په مستقيم ډول انرژي تولیدونکې ماده لري. د علمي څیړنو پر بنسټ هغه کسان چې په اونۍ کې له یو وار څځه ډیر ورزش کوي کولی شي د ګيلاس په یوې پيالې څښلو سره د عضلاتو د شخ پاتی کیدو له ستونزې څخه مخنيوی وکړي.
د علمي څیړنو پر بنسټ د انسان بدن کولی شي له یو شمیر طبيعي خوراکي توکو څخه په هم هغه اندازه انرژي ترلاسه کړي، په کومه اندازه چې له انرژي تولیدونکو کیمیاوي موادو څخه یي ترلاسه کوي. هم دغه مواد کولی شي د عضلاتو له ودې سره مرسته وکړي او په نتیجه کې د بدن توان زیات شي.