طالبانو په پکتيا کې شپږ خبريالان برمته کړي دي
۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبهد رويټرز خبري آژانس په حواله، دغه خبريالان د حکومتي او غیر حکومتی رسنيو کارکونکي دي او د جمعې په ورځ هغه مهال د طالبانو له ځانه سره بوتلل چې په ګاونډي ولایت پکتيکا کې په يوه رسنيز ورکشاپ کې د ګډون په موخه ياد ولايت ته په لاره ول.
د پکتيا د والي يوه وياند عبدالله حسرت وويل: «موږ هڅې پیل کړي تر څو طالبانو سره د دغو کسانو د خوشې کولو په موخه خبرې اتري وکړو.» دطالبانو يوه وياند هم منلې ده چې د دوي جنګياليو شپږ تنه خبريالان برمته کړي دي، خو هغه زياته کړې چې دغه کسان به ژر خوشې شي.
د يادو خبريالانو په اړه ويل شوي چې په پښتو او درې ژبو يې راډيويي او تلويزيوني خپرونې جوړوي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو ویاند بولي، وويل: «هو، زموږ مجاهدينو (جنګياليو) په تيروتنې سره هغوی برمته کړي دي.»
هغه زياته کړه: «حاضردمه موبايلونه کار نه کوي، خو زموږ د ځايي قومندان سره د اړيکې نيولې سره سم به هغوی بيرته خوشې شي.»
افغانستان په ۲۰۱۸م کال کې د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناک هیواد وو. د ژورنالستانو له حقونو څخه د دفاع سازمانونه وايي چې تيرکال په دغه هيواد ۱۳ خبريالان وژل شوي ول.
د روان کال په جون مياشت کې طالبانو افغان رسنيو ته ګواښ کړی وو، که چيرته رسنۍ د دغې ډلې خلاف تبيلغاتو خپرولو څخه لاس وانخلي خبريالان به يې په نښه کړي.
طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې د طلوع تلويزيون د کارکونکو پر عملې موټر باندې ځانمرګی بريد ترسره کړی، وو چې په پایله کې يې د دغې شبکې ۷ تنه کارکونکي وژل شوي ول.