د پخوانيو چارواکو او سياسي شخصيتونو د کورونو نيول
۱۴۰۱ خرداد ۲۰, جمعهد تېر میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ځيني سياسي څېرې او پخواني چارواکي له افغانستان څخه ووتل. د دغو کسانو کورونه، دفترونه او نورې ودانۍ په بشپړه توګه له اوسيدونکو خالي شوې او طالبان پکښې ځای پر ځای شوي دي.
د هغو معلوماتو پر اساس چي دويچه ویله راټول کړي دي، د يو شمیر سياسي شخصتيونو او د پخواني حکومت د سياسي چارواکو پر اکثر څو پوړیزيو ودانيو، سياسي دفترونو، کورونو، ځمکو او جايدادونو باندي طالبانو غېږ راګرځولې ده. په دې ترڅ کې د مارشال دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، تادين خان او نورو سياسي څېرو نومونه يادولی شو.
خو دوی بيا د يو شمیر نورو څېرو که هغه په افغانستان کي پاته دي يا وتلي، په کورونو او جايدادونو کار نه دی لرلی. د دويچه ویله له خوا راټول شوي معلومات ښيي چې د محمد کريم خلیلي، اسماعيل خان، ظاهر قدير او یو شمیر نورو سياسي څېرو او د پخواني حکومت چارواکو جايدادونه د طالبانو کسانو نه دي نيولي.
يو شمير نور شخصتيونه لکه حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلميار په افغانستان کې د نظام تر بدليدو وروسته هم پاته شوي دي او په خپلو کورونو کې یې ژوند ته ادامه ورکړې ده.
د بلخ ولايت څخه يوه ټولنیز فعال دويچه ویله ته وويل: «د عطا محمد نور، مارشال دوستم، محمد محقق او عباس ابراهيم زاده په ماڼۍ، کورونو او سياسي دفاترو کې د طالبانو کسان اوسي او طالبانو د دې کورونو يو شمير په نظامي مرکزونو بدل کړي دي.»
دې سياسي شخصيتونو ته نزدې اکثريت کسانو او نورو سرچينو چې له دويچه ویله سره یې خبرې کړي دي، د امنيتي اندېښنو پر اساس یې نه غوښتل چې په دې رپوټ کې یې نومونه په ډاګه شي. مارشل دوستم ته نزدې يوې سرچينې له دويچه ويله سره په خبرو کې تائيد کړې چې په شبرغان کې د دوستم په ماڼۍ او په جوزجان، بلخ او کابل کې د هغه سياسي دفترونو، کورونو او د آينه تلویزيون دفتر د طالبانو په کنترول کې دی.
دې سرچينې زياته کړې: «د مارشال دوستم ټول کورونه او جایدادونه د طالبانو له خوا غصب شوي او پوځي مرکزونو او د استوګنځايونو په توګه ترې استفاده کوي.»
پر افغانستان د طالبانو د کنترول په لومړيو اونیو کې په شبرغان کې د مارشال دوستم په ماڼۍ کې د طالبانو د حضور ويديوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کيدلې.
په کابل کې د آينه تلویزيون خپرونې چې په مارشال دوستم پورې يې تړاو درلود، د طالبانو تر تسلط وروسته بندې شوې. د دوستم له نزدې کسانو څخه يې يو وايي چې اوس د آينه دفتر ودانۍ د نظامي مرکز په توګه کارول کيږي.
همدا شان د مترا تلویزيون درې پوړيزه ودانۍ چې په عطا محمد نور پورې مربوطه ده، د طالبانو له خوا په ديني مدرسه بدله شوې ده. په بلخ کې د طالبانو د معارف رئيس عبدالجليل شهيدخيل رسنيو ته ويلي: «په پام کې ده چې زر کسان په دې ځای کې زده کړې وکړې.»
عطا محمد نور چې تر يوې لسیزې هم ډېره موده د بلخ والي وو، په لسونو مجلل کورونه او تجارتي مرکزونه یې جوړ کړي ول او ډېرو شتمنو کسانو په جمله کې شمیرل کیږي. پر نوموړي دا تورونه هم ول چې د خپل دولتي موقف څخه په استفاده یې سرمايه راټوله کړې ده.
د عطا محمد نور د کورنۍ يوه غړي دويچه ويله ته تائيد کړې چې د نوموړي ټول دفترونه او کورونه اوس د طالبانو له خوا کارول کیږي. دې سرچينې زياته کړې: «زموږ ټول امکانات، کورونه او جايدادونه د طالبانو له خوا غصب شوي دي.»
په بلخ ولايت کې د طالبانو چارواکي تائيدوي چې د پخوانيو چارواکو يو شمیر کورونه او جايدادونه د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوي ول. خو د طالبانو د مشر ملا هيبت الله د فرمان پر اساس دغه کورونه بيرته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو د بلخ ښاروال مولوي قدرت الله طارق دويچه ویله ته وويل: «د امير المومنين له خوا فرمان صادر شوی دی چې د خلکو شخصي جايدادونه بايد پريږدو. الحمد الله فرمان تطبيق شوی دی. هغه مسئولين چې د خلکو او همدا شان د سياسي او دولتي څېرو په کورونو کې ميشت ول، لکه د استاد عطا په کور کې، هغوی مو فارغ کړي او مشکل حل شوی دی.»
په همدې توګه په کندهار کې هم د يو شمير پخوانيو چارواکو کورونه طالبانو نیولي دي. د پخواني نظام په پارلمان کې د فراه د خلکو استازي ستار حسيني له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې طالبانو د جنرال رازق د ورور تادين خان ټول شيان د مثال په توګه موټر، غالۍ او فرشونه له ځانه سره وړي او اوس يو شمير طالبان د هغه په کور کې ژوند کوي. هغه وويل: «حتی طالبانو د جنرل رازق پر قبر د موټرو پارکينګ جوړ کړی دی او له موټر څخه له ۴۰ تر ۵۰ افغانيو سرای داري اخلي.» تادين خان په تېر حکومت کې د کندهار ولايت د امنيې قوماندان وو.
حسيني وايي چې خپله د ده څلور موټر د فراه ولايت په مرکز کې د «طالبانو د چور او چپاول» ښکار شوي دي او طالبان یې کور د نظامي مرکز په توګه کاروي.
همدا شان په پنجشير کې هم د پخوانيو چارواکو کورونه او دفترونه د طالبانو په مرکزونو بدل شوي دي. د سيمې يوه اوسيدونکي رستم وويل: «تر ۲۵ زرو ډېر طالبان پنجشير ته راغلي دي او د امرالله صالح، محمد علم ایزديار، بسم الله محمدي، مارشال فهيم، فضل احمد معنوي، حفيظ منصور او مولوي حسام او د نورو کسانو له کورونو څخه د نظامي مرکز او يا سنګر په توګه استفاده کوي.»
د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمی د شخصي کورونو او جايدادونو هر ډول نیونه ردوي او وايي: «زه هیڅ داسې ځای نه پيژنم چې شخصي دی او د امارت ځواکونو دي په زوره نيولی وي.»
خو د طالبانو يو بل وياند انعام الله سمنګاني اعتراف کوي چې د هغو يو شمیر کسانو کورونه چې خارج ته تللي دي، طالبان پکښې دي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې طالبانو دا کورونه غصب کړي نه دي، بلکې «خوندي» کړي یې دي: «تر تامين لاندې نيولو څخه هدف دا دی چې مغرض او غیر مسئول کسان یې له کورونو سره غرض ونه کړي او اشغال یې نه کړي.»
هغه کورونه او جايدادونه چې خوندي پاته دي
په دې منځ کې د يو شمير شخصيتونو کورونه چې له افغانستان څخه وتلي دي، طالبانو نه دي نيولي.
د پخواني نظام د سولې د عالي شورا مشاور او د اسماعيل خان يو نزدې کس جمال عبدالناصر حبيبي دويچه ويله ته وويل: «طالبانو په هرات کې د مجاهدينو له کورونو سره کار نه دی لرلی. د اسماعيل خان په کور کې د هغه کسان دي. مثلاً د غور څو پخوانيو واليانو کورونه د هغوی د زامنو او يا کورنۍ په لاس کي دي.»
په ننګرهار کې د پخواني حکومت يوه چارواکي دويچه ويله ته وويل چې طالبانو په دې ولايت کې د سياسي څېرو او پخوانيو حکومتي چارواکو له کورونو، جايدادونو، موټرو او نورو امکاناتو سره کار نه دی لرلی.
هغه وويل: «ظاهر قدير په جلال آباد کې درې کورونه لري چې طالبانو ورسره غرض نه دی کړی او همد راز فضل هادي مسلميار هم يو ستر ځای لري چې دروازه یې تړلې ده او طالبان ورسره کار نه لري.»
د کريم خلیلي يوه نزدې کس هم دويچه ويله ته وويل چې طالبانو د هغه کور او جایداد ته لاس نه در ور وړی.
يو شمیر شنونکي اټکل کوي چې طالبانو يوازې د خپلو مخالفانو کورونه نيولي دي. د پارلمان يوه پخواني غړي ستار حسيني وويل چې طالبانو له هغو شخصيتونو او کسانو سره چې په ماضي کې یې له هغوی سره خواخوږي لرله او يا اوس د طالبانو له پاره لابي کوي او بيرته په قدرت کې شامليدو ته تمايل لري، کار نه دی لرلی.
خو په هر صورت د طالبانو له خوا د دې شخصي جایدادونو نيول د طالبانو د هغو ادعاو سره په ټکر کې دي چې وايي د افغانانو ځان او مال محفوظ دی او هغوی کولی شي بيرته هېواد ته راستانه شي.
د سياسي چارو کارپوه سيد فاضل سانچارکي چې د افغانستان په پخواني حکومت کې یې کار هم کاوه، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د طالبانو له خوا د سياسي شخصيتونو د کورونو او جایدادونو غضب د قانون، شريعت او ټولنیزو اخلاقی ارزښتونو خلاف کړنه ده.»
سانچارکي وايي چې که طالبانو دا کورونه په دې وجه نيولي وي چې که ګني د پخوانيو چارواکو له خوا د دولتي وسايلو څخه په ناوړه ګټه اخيستنه جوړ شوي دي، نو بايد لومړی يوه خپلواکه او بې پرې محکمه دا مسئله وڅيړي. د هغه په خبره که چېرې ثابت شي چې دا جایدادونه له امکاناتو څخه د ناوړه ګټې په پورته کولو جوړ شوي دي نو بيا دې په عامه ځايونو تبديل شي او نه دا چې طالبان پکښې و اوسي.
ب. ص/ ن. ز (اسحق اکرمي)
زموږ له آرشيف څخه: