شمالي وزیرستان: د پت په نوم وژنې قضیه کې څلور کسان نیول شوي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهپه خپل اعتراف کې یوه تن دا منلي ده چې د ویډیو د ثبتولو له پاره یې د خپل دوست تلیفون کارولی وو. دغه کس لا ترمخه پولیسو نیولی دی. د یادولو وړ ده چې د ځایي پولیسو له پاره په دغسې حساسه سیمه کې د دغه ډول قضیې څیړل سخت کار دی. د سیمي خلک او د اړونده کورنۍ هیڅوک هم له پولیسو سره د شکایت د ثبتولو له پاره اماده نه ول.
د دویچه ویله اردو څانګې په دې هکله په شمالي وزیرستان کې د پولیسو له افسر شفیع الله ګڼداپور، سره اړیکه نیولې. هغه ویلي: «د پت په نوم په دغه قتل کې له ښکیلو پنځو کسانو څخه څلور یې نیول شوي دي. په نیول شوو کسانو کې د ویډیو کلیپ اخیستونکی او د کارول شوي تلیفون خاوند هم شامل دی. دغه مجرمین د چهارشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې کړل شول، چې هلته یې ومنله چې ویډیو دوی جوړه کړې ده او وروسته ورته معلومه شوه چې نجونې وژل شوي دي.»
د ګنډاپور په خبره په شمالي وزیرستان کې له دې ډول حساسو قضیو سره چلن کوم آسانه کار نه دی او له دې کبله د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر د ده په مشرۍ یو ځانګړی تحقیقاتي ټیم جوړ کړی دی، چې په ډیر لږ وخت کې په دې وتوانیدل چې شکمن کسان ومومي.
د می پر ۱۵ نېټه د پولیسو له خوا په ثبت شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې ۱۶ کلنه او ۱۸ کلنه دوې نجونې، نزدې خپلوانو د پت په نوم وژلي دي. څو ورځې ترمخه په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې د شمالي وزیرستان د ګړیوام درې نجونې او یو هلک پکې لیدل کیږي. د پولیسو په وینا د ویډیو تر خپریدو وروسته دغه نجوني وژل شوي.
فریدالله خان، پيښور