سږکال۱۷۰ زره مهاجر په کښتيو کې اروپا ته رسېدلي
۱۳۹۶ آذر ۲۹, چهارشنبهملګرو ملتونو په خپل نوي رپوټ کې ویلي دي چې د تیرکال په پرتله سږکال په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو لېږدونکو کښتيو سفرونه کم شوي دي. دغه سازمان په ژنیف کې د خپل رپوټ وړاندي کولو په ترڅ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۱۷۰ زرو مهاجرو د کښتيو په وسیله اروپا ته ځانونه رسولي دي.
د دغه رپوټ په یوه برخه کې یادونه شوې ده چې د روان کال له جنورۍ څخه د دسمبر تر نیمایې پوري۱۶۷زره مهاجرو ځانونه د مدیترانې د اوبو له لاري اروپا ته رسولي دي. د نوموړي سازمان ارقام ښیې چې د مدیترانې په اوبو کې د قربانیانو شمیر هم د تیرکال په پرتله کم شوی دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په تیرو۱۱ نیمو میاشتو کې ۳۱۱۵پناغوښتونکو اروپا ته د سفر په مسیر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې ډیري يې د سمندر په اوبو کې د ډوبیدو له امله له دې برخلیک سره مخامخ شوي دي. د قربانیانو شمیر د تیرکال په همدې موده کې ۴۹۶۲ تنو ته ورسیدلی وو.
په ټوله کې په روان ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۱۱۸ زره مهاجر ایټالیا ته رسیدلي چې دا د ټولو هغو پناغوښتونکو۷۰ سلنه برخه ده چې د سمندر له لارې اورپا ته رسیدلي دي.
ډير هغه مهاجر چې د ایټالیا پر لور ځي د افریقایې هیوادونو اتباع دي. د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ نورو مهاجرو ځانونه یونان، قبرس او اسپانيا ته رسولي دي.
dpa,epd(S.N/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: