1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسومالیا

سومالیا: د موټربم د دوو چاودنو قربانيان تر سل زيات شول

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

د سوماليا ولسمشر وويل چې د شنبې په ورځ په پلازمېنې کې د دوو موټربمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي. دا د پنځه کاله مخکې یو لارۍ بم تر چاودنې وروسته چې پکې ۵۰۰ کسان وژل شوي ول، تر ټولو خونړۍ پېښه ښودل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4IqUQ
د سومالیا ولسمشر وويل چې په پلازمینه موګاديشو کې د شنبې ورځې په د موټربم په دوو بریدونو کې سل کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي
د سومالیا ولسمشر وويل چې په پلازمینه موګاديشو کې د شنبې ورځې په د موټربم په دوو بریدونو کې سل کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان ديانځور: Feisal Omar/REUTERS

د اسوشتيد پریس په حواله، د شنبې ورځې (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۹ نېټه) چاودنې د پلازمېنې موګاديشو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې شوې او زياتوي چې د مړو شمير کېدای شي تر دې هم لوړ شي.

د سوماليا ولسمشر، حسن شیخ محمد، د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وويل چې په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي. هغه وويل: «موږ له خپلو ټولو نړيوالو ملګرو او د نړۍ له مسلمانانو څخه غواړو چې خپل طبي ډاکټران دلته راوليږي، ځکه موږ نه شو کولی د پېښې ټول قربانيان د درملنې له پاره له هیواده بهر واستوو.»

په سومالیا کې د الشباب دوو بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې

د چاودنو مسئوليت د الشباب په نوم سخت دريځې ډلې په غاړه اخیستی، کومه چې القاعده شبکې سره اړېکې لري او ډیری وخت د سومالیا په پلازمينه کې هدفونه په نخښه کوي. یاده ډله چې د سوماليا پر ډیرو برخو کنټرول لري، ويلي دي چې دوی په دغو بريدونو کې د پوهنې وزرات په نخښه کړی دی.

الشباب ادعا کړې چې دغه وزارت د «دښمنانو یوه اډه» ده، کوم چې پر وینا ېې د غیرمسلمان هیوادنو له خوا ېې ملاتړ کيږي او «له ديني عقایدو څخه د سوماليايي ماشومانو ايستلو ته ژمن دي.»

په سومالیا کې بمي چاودنې تر ۷۰ ډير انسانان وژلي

الشباب ډله معمولاً د هغو بريدونو مسئوليت په غاړه نه اخلي چې ډير شمير ملکيان په کې وژل کيږي، لکه د ۲۰۱۷م کال بريد، خو د حکومت له خوا د الشباب پر ضد په لوړه سطحه نوي چاڼيز عملیاتو د دغې شبکې غوسه راپارولې ده. حکومت همدارنګه پر دغې شبکې د مالي سرچینو د بندولو په هڅه کې دی.

الشباب ويلي دي چې دوی په ټول هیواد کې د اسلامي قوانینو تر نافذ کېدو پورې جګړې ته ادامه ورکوي او له ملکيانو څخه ېې غوښتي چې له حکومتي ځایونو لرې واوسي.

په سومالیا کې یوې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د سوماليا ولسمشر چې سږکال انتخاب شو، وويل چې هیواد ېې له الشباب سره په جګړه کې لاهم ښکيل پاتې دی چې «ګټونکي ېې موږ یو.»

د بريد په ورځ د دغه هیواد ولسمشر، صدراعظم او نورو لوړپوړو چارواکو یوه غونډه درلوده چې پکې د افراطيانو، په ځانګړې توګه د الشباب ډلې د تاوتريخوالو ضد مبارزې بحث کېده. افراطيانو بیا د حکومت د تهاجمي بریدونو په ځواب کې د قبيلوي مشرانو د وژلو خبره کړې چې دا په ظاهره کې له ملاتړ څخه د خلکو منصرف کول دي.

په روغتون او نورو ځایونو کې د قربانيانو خپل او خپلوان په داسې يو وحشت وهلي او بد حالت کې لېدل کېدل چې تر پلاستيکي روجايانو او د مړو په ځانګړو کڅوړو کې ېې د خپلو خپلوانو لټون کاوه.

د «الشباب» اسلامپاله څوک دي او کوم اهداف لري؟

په دغو کسانو کې یوه هم حلیمه دوانه ده چې د خپل تره عبدالحی جما په لټه کې وه. هغې چې ژړل وويل: «موږ نه پوهیږو چې هغه چيرته دی، مړ دی که ژوندی، خو په وروستي ځل چې موږ ورسره تماس ونيو په همدې شاوخوا کې وو.»

د بريد عیني شاهد وحشت وهلي او سخت بيريدلي دي. د اسوشتيد پریس په حواله، د عبدالرازق په نوم يوه عيني شاهد وويل چې دغه بريد هومره خونړی دی چې نشي کولي په ځمکه پراته مړي وشمیري: «زه نشم کولی په ځمکه مړي وشمیرم.» هغه وويل چې په لومړۍ چاودنه کې د پوهني وزارت د ودانۍ دیوال په نخښه شو، چيرته چې ګڼ شمیر د لارې سر دوکانونه او صرافان کار وبار کوي.

کله چې آلقاعدې د افریقا ختیځ ته ترهګري راوړه

په سیمه کې د اسوشتید پریس یو خبریال ويلي دي چې دوهمه چاودنه د ګڼې ګوڼې ډګ ريستورانټ مخې ته د غرمې ډوډۍ پر مهال وشوه. زیاته شوې چې د پېښې ځای په اطرافو کې ډير شمیر رستورانټونه، هوټلونه او موټرونه تخریب شوي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې د چاودیدنکو موادو ډک دغه موټرونه څنګه د تلاشۍ له پوستو تير او د موګاديشو ښار تر دغه مهمې نقطې پورې ېې ځانونه رسولي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل