سنودن ته روسيې ته د ننوتلو اسناد ورکړل سوي دي
۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبهد روسیې «ريا نووستي» خبري آژانس د چهار شنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د کډوالو چارو ادارې ايدوارد سنودن ته داسې اسناد ورکړي دي چې کولای شي د مسکو د هوایي ډگر د ترانزیت له برخي څخه ووځي. سنودن د جون میاشتې له ۲۳ نیټې راهیسې د مسکو د شريميتوا هوايي ډگر د ترانزيت په برخه کي بند پاته وو.
د آژانس په حواله سنودن ته په ورکړل شوي سند کې دا خبره ذکر شوې ده چې د روسیې د کډوالو ادارې د سنودن د پنا غوښتنه هم ترلاسه کړې ده. اوس نو سنودن کولای شي په هغه صورت کې چې د روسیې سرحدي ځواکونه کومه ملاحظه و نه لري، د دغه هیواد خاورې ته ورداخل شي.
په همدې حال کې انترفکس خبري آژانس ویلي دي چې سنودن کولای شي «د څو ساعتونو په موده کې» د هوایي ډگر د ترانزیت برخه پریږدي او د روسیې خاوري ته ورداخل شي. ویل شوي دي چې دغه سند د سنودن وکیل اناتولي کوچیرینا، ته سپارل شوی دی چې هغه یې په هوایي ډگر کې سنودن ته وسپاري. انترفکس ویلي دي: «امریکايي [ايدوارد سنودن] اوس له هوايي میدانه د وتلو چمتوالی نیسي. هغه ته نوي کالي ورکړل شوې دي.»
سنودن څارنیز پروگرام بربند کړ
امریکا متحده ایالات اوس په سنودن پسې گرځي ځکه هغه د دغه هیواد د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارنیز پروگرامونو په اړه له رسنیو سره پټ اسناد شریک کړل. د هغه له خوا دغه افشاکوني د دې سبب شوې چې له امریکا څخه دباندي په ډیرو هیوادونو کې د دغه هیواد د څارنیزو پروگرامونو په اړه غبرگونونه رامنځ ته شي.
د سنودن د افشاکولو په پایله کې دا خبره هم څرگنده کړې ده چې امریکا په آلمان کې هم ډیر شمیر کسان تر څارنې لاندې لرلي چې له کبله یې د آلمان پر حکومت باندي هم فشارونه ډیر شول. اوس په آلمان کې داسي پوښتنې رامنځ ته شوې دي چې د دغه هیواد حکومت تر کوم حد پوري د دغه پروگرامونو په اړه معلومات لرل.
سنودن په آلمان کې د افشا کولو اجایزه ترلاسه کړه
تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ په آلمان کې د «افشا کولو» جايزه ورکړل شوې ده. د شفافیت نړیوال سازمان په خپله پاڼې کې ویلي دي چې دغه جایزه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې «په لویه کچه د سو استفادو، د وگړو او ټولنې له پاره د خطر ناکو پرمختگونو، دیموکراسي، سولي او چاپیریال په اړه د خلکو د گټې له پاره افشاکووني کوي.»
دغه ۳۰۰۰ یوریې جایزه د آلمان د سياستپوهانو د فدراسیون او د اتومي وسلو پر ضد د څارنولانو د اجمن آلمانۍ څانگي له خوا په گډه ورکول کیږي. د لومړي ځل له پاره د شفافیت نړیوال سازمان آلمانۍ څانگه هم د دغي جایزې په ورکولو کې ښکیل شوې ده.
د آلمان د ساینسپوهانو له فدراسیون څخه هارتموت گراسل، ویلي دي چې دغه جایزه ځکه سنودن ته ورکړل شوې ده چې یوه ټولنه مدني جریت او د ايدوارد سنودن په شان زړورو کسانو ته اړتیا لري ترڅو سؤاستفادې روښانه او مخه يې ونیوله شي.