سربیا کې د مهاجرو وضعيت او په اړه يې تازه معلومات
اوس په سربيا کې له څلور زرو څخه زيات مهاجر ژوند کوي چې افغانان هم په کې شته. دا چې نور په کې د کومو هيوادونو اتباع دي، د ښځو او ماشومانو شمير يې څومره دی، دا او اړوند نور معلومات په دې انځوريز رپوټ کې لوستلای شئ!
۴۲۵۸ تنه مهاجر
د مهاجرت نړيوالې ادارې د تازه خپرو شويو ارقامو له مخې د اکتوبر مياشتې له ۱۶مې تر ۲۲مې، په سربيا کې ۴۲۵۸ تنه مهاجر حساب شوي دي.
کمپونه
د ۴۲۵۸ تنو مهاجرو له ډلې ۳۷۴۳ تنه يې د سربستان په ۱۸ دولتي کمپونو کې ځای پرځای شوي دي.
ښځې، ماشومان او نارينه
د ۱۰۸ تنو مهاجرو د مقايسې له مخې، ۷۷ سلنه يې نارينه دي او پاتې ۲۳ سلنه نور يې ښځې او ماشومان دي. په دوی کې عراق د ۳۸ سلنه مهاجرو په لرو لمړی ځای، پاکستان ۲۵ سلنه مهاجرو سره دوهم او افغانستان د ۱۹ سلنې مهاجرو په لرو دريم ځای کې قرار لري.
مرستې
د مهاجرت نړيوالې ادارې او همکارانو يې سربيا ته تازه رسیدلو۱۶۷ تنه مهاجرو سره مرستې کړې دي. دا يوازنۍ مرستې ندي.
کردان او يزيديان
سربيا ته تازه رسيدلو مهاجرو کې شاوخوا نيمايي يې کردان يا يزيديان دي. دوی له عراق څخه د ترکيې او بلغاريا له لارې په غيرقانوني توګه سربيا ته رسيدلي دي.
پاکستاني او افغان مهاجر
سربيا کې د ميشتو مهاجرو په ډله کې ۳۸ سلنه يې پاکستاني يا افغان او ۱۳ سلنه يې ايراني دي. په دوي کې د نورو ملکونو اتباع هم شته.
مهاجر سربيا ته په کومو لارو تللي
پاکستاني او افغان مهاجرو تر ډیره د ترکيې - يونان او بيا مقدونې له لارې سربيا ته رسيدلي دي. ۱۳ سلنه ايراني مهاجر بيا د بلغاريا هوايي اډي له طريقه رسيدلي دي.
کوچني ماشومان
په سربيا کې ۸۵ سلنه هغه مهاجر ماشومان چې عمرونه يې د ۷ او ۱۴ کلونو تر منځ په ښوونځيو کې شامل کړل شوي دي.
ماشومان او ښوونځي
۸۵ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه يې د ۷ او ۱۴ کلونو تر منځ دي د سربيا په کچه په ښوونځيو کې شامل کړل شوي دي.
غټ ماشومان
هغه ماشومان چې عمرونه يې د ۱۳ او ۱۸ کلنۍ تر منځ دي په منځنيو ښوونځيو کې ورته د زدکړو شرايط برابر او شامل کړل شوي دي. پاتې نورو به هم ژر په ښوونځيو کې شامل کړل شي.
ژمنۍ جامې
د مهاجرو په ټولو دولتي کمپونو کې پر هغو ماشومانو چې عمرونه يې د ۱۳ او ۱۸ کلونو تر منځ دي، د مهاجرت نړيوالې ادارې لخوا ژمنۍ جامې چې ټول يې ۸ قلمه دي، ويشل شوي دي.
سربيا کې بند پاتې مهاجر
په سربيا کې بند پاتې مهاجر په اسانۍ نه غواړي دغه ملک کې پاتې شي، دوي غواړي غربي او منځنۍ اروپا ته واوړي خو لارې ورباندې بندي دي. په دې مهاجرو کې افغانان هم ډیر دي.
معلومات او سرچينه
سرچينه: (UNHCR) انځورونه: دويچه ويله آرشيف چمتو کونکی: محمد کريم صالح