ستولتنبيرګ: په افغانستان کې به کافي ځواکونه ولرو
۱۳۹۶ آبان ۲۵, پنجشنبهد ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبيرګ، د چهارشنبې په ورځ له اسوشیتد پرس خبري آژانس په مرکه کې ویلي دي چې ناټو به هغه غوښتنه پوره کړې چې په افغانستان کې د امریکايي قوماندان جان نکلسن له خوا مطرح شوې وه. هغه ویلي ول چې په افغانستان کې شا او خوا۱۶۰۰۰ عسکرو ته اړتیا ده چې د ناټو روزنیز ماموریت تر سره کړي. د ستولتنبيرګ په خبره په افغانستان کې به د ناټو ځواکونو شمیر له۱۳۰۰۰څخه ۱۶۰۰۰ تنو ته لوړ شي.
د ناټو عمومي منشي په مرکه کې ویلي دي: «زه په بشپړه توګه ډاډه یم چې په ۲۰۱۸م کال کې به پوره ځواکونه ولرو. موږ لا اوس هم له متحدینو څخه د ځواکونو د ونډې په هکله ژمنې او خبرتیاوې تر لاسه کوو.»
ستولتنبيرګ زیاته کړې ده چې دغه ځواکونه به په جګړه ایز ماموریت کې برخه نه اخلي، بلکې د افغان امنیتي ځواکونو سره به د روزنې او سلا مشورې په برخه کې مرسته کوي او په تیره بیا د ځانګړو افغان ځواکونو په روزلو او د هوايي ځواک په روزنه کې به ونډه ولري. هغه دغه څرګندوني د هالیفاکس نړیوال امنیتي فورم، کې تر ګډون د مخه کړي دي.
د ناټو چارواکو د رواني میاشتې په سر کې ویلي ول چې دوی پر هغو پوځي غوښتنو باندي چې له کمي سره مخامخ وو برلاسي شوي دي چې امریکایي قوناندانانو مطرح کړي وي. د متحدو ایالاتو پوڅي مشرانو ویلي ول چې دوی له بیلا بیلو هیوادونو سره د دوامداره غونډو په ترڅ کې وهڅول شول، چې ښایي هغوي په افغانستان کې د خپلو ژمنتیاوو ډیرولو ته راضي شي.
خو په بروکسل کې د ناټو جګپوړي پوځي افسر کورتس سکاپیروتي، چې امریکایي جنرال دی ویلي دي چې د ځواکونو ژمنتیا لا پوره شوې نه ده. نیکولسن ویلي ول چې په ۱۶ کلنه جګړه کې دغه تشې د وړتیاوو تر ټوله ټیټې کچې او د خطر تر ټولو لوړه کچه کې چې موږ ورسره مخامخ یو، ونډه لرلې ده.
ستولتنبيرګ زياته کړې ده: «په افغانستان کې لا هم ډیر تاوتریخوالی شته، خو په عین وخت کې موږ د ډیر مهم پرمختګ شاهدان هم یو. افغانستان اوس د دې جوګه دي چې هر وخت د یاغیانو او طالبانو برید ته غبرګون وښيي... هغوی د دې وړتیا هم لري چې د یاغیانو او طالبانو مخه ونیسي چې د کوم ولایت مرکز ونیسي، کوم چې په روان میلادي کال کې د طالبانو ستراتیژیک هدف وو.»
د ناټو غړي هیوادونه د امریکا متحدو ایالاتو او د ناټو د مشرانو له لوري تر فشار لاندې دي چې خپلې ژمنې ډیري کړي. نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امريکا د دفاع وزیر جیمز متیس په وروستیو اوونیو کې خپلو ځینو متحدینو ته لیکونه استولي دي چې پکې له هغوی څخه د مهمو تشو د ډکولو غوښتنه شوې ده.
د اضافي روزونکو لیږل د متحدو ایالاتو او ناټو له لوري د ټاکل شوي روزینز ماموریت هدف ته د رسیدو له پاره مهم دي، څو افغان ځواکونه وکولای شي په ټول هیواد کي امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلي. په عین وخت کې دغه چارواکي غواړي چې پر طالبانو پوځي فشار زیات کړي، څو د طالبانو مشران د خبرو اترو میز ته کښینولو ته مجبوره کړي.
ستولتنبيرګ، ویلي دي چې دوی په دې قوي باور لري چې د افغانستان د با ثباته کیدو لاره د افغانانو باتوانه کول دي، چې خپل هیواد په خپله باثباته کړي.
د ناټو په ۱۶۰۰۰زره کسيز ځواک کې نور ملاتړي ماموریتونه او د طالبانو، داعش او نورو تندلارو ډلو پر وړاندي د ترهګرۍ ضد عملیات شامل نه دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ولسمشر دونالد ترمپ تر هغي پریکړې وروسته چې له مخي يې۳۸۰۰ سرتیري نور افغانستان ته استول کیږي، په دغه هیواد کې د امریکایي سرتیرو شمیر لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ تنه دی. د امریکا له لوري د دغو اضافي عسکرو د لیږلو موخه افغان امنیتي ځواکونو ته د سلا مشورو او همداشان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې پیاوړي کول وو.
د هالیفاکس په سږني نړیوال امنیتي کنفرانس کې ځيني مهم دفاعي او امنیتي چارواکي ګډون کوي. هرکال په دغه فورم کې کابو۳۰۰ کسان برخه لري چې سږنۍ غونډه یې نهمه ده. د نورو تر څنګ د امريکا د سمندري ځواکونو مسئول ریچارد سپینسر او د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وینا کوونکو په ډله کې دي.