رپوټ: آلمان غواړي د تابعيت د ورکړې شرايط آسان کړي
۱۴۰۱ آذر ۴, جمعهد آلمان د کورنيو چارو وزیرې نانسي فايزر، په حواله به په آلمان کې زيږيدلي د خارجي والدينو اولادونه په اتوماتيک ډول د آلمان تابعيت ترلاسه کوي، خو يوازنی شرط به داوي چې د مور او پلار څخه یو یې پنځه کاله په آلمان کې د «اقامې عادي او قانوني حق» لرلې وي يعني له پنځو کلونو راهېسې يې په قانوني توګه په آلمان کې ژوند کړی وي.
د آلمان د کورنيو چارو وزيره پر دې سربيره پلان لري چې د خارجيانو له پاره د تابعيت ترلاسه کولو د اتوو کلونو اقامت د اړتيا موده اوس پنځوو کلونو ته راټيټه کړي.
همداراز زياته شوې چې د «ادغام په برخه کې د ځانګړو ښو وړتياو» له کبله حتی په دريو کلونو کې هم د تابيعت ورکړه امکان پيدا کولی شي. همداراز د پخواني تابعيت له لاسه ورکولو مکلفيت هم بايد لغوه شي.
د آلمان ايالتونه د مهاجرو د نوې څپې و راتګ ته چمتو والی نيسي
د رپوټ په حواله فایرز غواړي چې د هغو کسانو له پاره چې تر ۶۷ کلنې پورته دي، د ژبې د زده کړې هغه سند هم لغوه کړي چې تر اوسه یې په ترلاسه کولو مکلف ول. د «بيلډ» ورځپانې په حواله د دې پر ځای په راتلونکي کې يوازې «په شفايي توګه د تماس ټينګولو وړتيا» باید بسنه وکړي.
زياته شوې چې د ډلې پر خلکو به ښايي د آلمان په اړه د اړينو معلوماتو لرلو ټيستونه هم نور نه تطبيقيږي. خو په رپوټ کې زياته شوې چې د دې قانوني وړاندیزونو په اړه په ياد وزارت کې حتمي رايه اچونه لا نه ده ترسره شوې.
ورځپاڼه: زیهوفر له جهاديانو څخه د آلمان تابيعت اخلي
د آلمان په پارلمان کې مسیحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د جناح لومړي پارلماني منشي تورستن فرای پر دې پلان شويو بدلونو نیوکې وکړې. نوموړي د بيلد ورځپاڼې ته وويل: «د آلمان پاسپورت بايد «په يوه بې ارزښته توکي» بدل نه شي.»
د مسيحي سوسيال ګوند څخه اندريا لندهولز چې د دغو اتحادي ګوندونو د ګوندي دلګۍ مرستياله هم ده، وويل: «په آلمان کې به له خارجيانو څخه په دې توګه په دې هېواد کې د ځان د ادغامونو اصلي انګیزه واخيستله شي.»
ب. ص/ ن. ز (kna, afp, dpa)
زموږ له آرشيف څخه: