رپوټ:«میرکل د ماسن د لیري کیدو تصمیم نیولی دی»
۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبهالمانۍ ورځپاڼي «ویلټ» د ایتلافي منابعو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل د داخلي استخباراتو د ادارې د رییس هانس گیورگ-ماسن د لیري کیدو تصمیم نیولی دی. د رپوټ پراساس سبا سه شنبه په صدارت عظمی کي د لوی اییتلاف د حزبي مشرانو د پلان سوي اضطراري جلسې دمخه لا د استخباراتو د شخړه ایز رییس د راتلونکي په باب تصمیم نیول سوی دی.
ورځپاڼي همدا رنگه لیکلي دي، چي صدراعظمې د خپل دې نیت څخه، چي غواړي ماسن لیري کړي، پرون یکشنبه په تلیفون کي د اییتلاف رهبري کونکو غړو ته د هغه اشاره ورکړې ده. د رپوټ له مخي میرکل په دې عقیده ده، چي ماسن نور نه زغمول کیږي، ځکه هغه په سیاست کي مداخله کړې ده.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د همدا تیري پنجشنبې په ورځ لا د ماسن شا ته دریدلی ؤ او د هغه څخه یې خپل ملاتړاعلان کړی و.
د سوسیال ډیموکراټانو له خوا فشار
د جرمني حکومت مگر ددغه رپوټ په هکله اظهارت نه دي کړي او چپه خوله پاته دی. د حکومتي منابعو څخه یوازي دومره ویل سوی دي، چي د پخوا په ډول اوس هم د میرکل د تیري جمعې د ورځي دریځ اعتبار لری.
د بلي خوا د لوي اییتلاف یو غړئ، یعنی سوسیال ډیموکراټان د ورځو ورځو راهیسي د ماسن د لیري کیدو غوښتنه کوي. ددغو بحثونو د رامنځته کیدو دلیل د ماسن هغه مرکه وه، چي ویلي یې ول:« دده سره داسي اسناد او شواهد موجود نه دي، د کوم پراساس چي په کیمنیڅ کي خارجیان تعقیب سوي، وهل ټکول سوي وي.» د هغه په خبره « ددې له پاره ډیر دلایل موجود دي، چي دغه ویدیو یوه جعلي ویدیو وی او قصدأ غلط معلومات ورکول سوي وي، تر څو عامه ذهنیت د کیمنیڅ د قتل څخه بلي خواته راوگرزول سي.»
د همدې عیسوي کال د اگست میاشتي پر ۲۶ نیټه په کیمنیځ کي یو ۳۵ کلن کي کیوبايي الاصله آلمانی په چاړه وهل سوی و. دهغه د قتل په تور دسوریې او عراق څخه درې پناه غوښتونکي نیول سوي دي.
پدې هکله زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(12.09.2018)