په یوه ورځ کې په نړۍ کې د کرونا تر ټولو ډیرې پیښې ثبت شوي
۱۳۹۹ تیر ۲, دوشنبهد روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کرونا وبا له بحران راهیسې تیر۲۴ ساعتونه د دغې ناروغۍ د مثبتو پیښو له اړخه بې ساري ول. د دغه سازمان په حواله، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې د کرونا تر ۱۸۳ زره ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه نړیوال سازمان وايي چې د هیوادونو په کتار کې برازیل لا هم تر نورو هیوادونو وړاندې دی او زیاتوي چې په دغه هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۴ زره او ۷۷۱ تازه مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د دغه سازمان د شمیرو له مخې، امریکا متحده ایالات د ۳۶ زره او ۶۱۷ تازه پیښو په لرلو دوهم ځای او هندوستان بیا د ۱۵ زره او ۴۰۰ تازه مثبتو پیښو په ثبتولو سره دریم هیواد دی.
د روغتیا د برخې کارپوهان د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ډیریدو ته په اشارې سره وايي چې ګڼ شمیر لاملونه د دې کار سبب ګرځیدلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې تر اوسه پورې د کرونا ۸ میلیونه ۷۰۸ زره او ۸ مثبتې پیښې ثبت کړي دي چې ۱۸۳ زره تازه پیښې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوي دي. د ملګرو ملتونو اړوند دغه نړیوال سازمان تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا له کبله د مړو ۴۶۱ زره او ۷۱۵ پیښې ثبت کړي.
د دغه سازمان په حواله، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله ۴ زره او ۷۴۳ تنه مړه شوي دي. د دغه سازمان په حواله، د ټولو مرګونو یو پر دریمه برخه د امریکا په لویه وچه کې ثبت شوي دي.