روسېې اروپا ته د ګازو د لیږد کچه سمه نیمه راښکته کړه
۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبهروسیه د دغه اقدام دلیل د ګازو په تاسیساتو کې تخنيکي ستونزې ښيي خو آلمان دا د اوکراین جګړې پر مهال د بې ثباتۍ او د بېې د لوړولو په خاطر یو سیاسي اقدام بولي.
د روسېې حکومت تر کنټرول لاندې د انرژۍ شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي د ترميماتي چارو په دلیل اروپا ته د ګازو حجم کم کړي. دغه اعلان د روسېې له خوا د ګازو د بشپړ قطع کولو په اړه انديښنې لا ډیرې کړي دي.
د نارد ستریم ویب پاڼې او د آلمانۍ شبکې تنظيمونکي، کلاوس مولر د ګازو د کچې کمیدل تائيد کړي دي.
مولر دويچلند فونک راډيو ته وويل: «ګاز په اوس وخت کې د روسېې د بهرني سیاست او په احتمال سره د روسېې د جګړې یوه برخه ده.»
د طبيعي ګازو بیه د مارچ میاشتې له اوایلو لوړه شوې ده. له طبیعي ګازو څخه د بريښنا په صنعت، د بريښنا په تولید او په ژمي موسم کمې د کورونو د ګرمولو له پار استفاده کیږي.
د بریښنا د بېې لوړيدل د انفلاسیون په لوړيدو کې مرسته کوي، که چیرته اروپا په کافي اندازه د ګازو زیرمه ونه کړي کيدای شي د ژمي په سړو میاشتو کې له رکود سره مخ شي.
دغه انديښنې سبب شوې چې د اروپايي اتحادېې حکومتونو د سه شنبې په ورځ د روسې له خوا د ګازو د لیږد د لاډير کمولو په مقابل کې، د ګازو پر لږ استفادې توافق وکړ. دغه اقدام په کافي اندازه د ګازو د ذخیره کولو له پاره شوی دی.