روسیې اتومي وسلو ته تیارسی؛ اوکراین بیا خبرو ته غاړه ایښې
۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبهد روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دغه هېواد د »ډارونې د وسلو« درجه د ځانګړي خبرداري او تیار سئ حد ته لوړه کړې ده. اوکراین بیا د بیلاروس په سرحد کې له روسیې سره خبرو ته غاړه ایښې ده.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين دغه امر د کريملين له خوا په يوه خپره شوې ويډيو کې ورکړ، خو د اټومي وسلو نوم يې دقيق نه دی ياد کړی. پوتين وويل چې »د مخکښو ناټو هېوادونو اصلي مشران زموږ د هېواد په وړاندې له غوسې ډکو څرګندونو ته اجازه ورکوي، نو ځکه زه د دفاع وزير او لوی درستيز ته امر کوم چې د روسيې پوځ د ډارونکو وسلو ځواکونه يوه ځانګړي خبرداري ته راولي.«
دا په داسې حال کې ده چې اوکراين له روسيې سره د سولې خبرې منلې دي. د دواړو هېوادونو پلاوي به د اوکراين او بلاروس په سرحد کې سره وويني. دغه خبره د اوکراين د ولسمشر زلينسکي دفتر کړې ده. د زلينسکي دفتر دا هم ويلي چې د دغو خبرو له پاره هيڅ شرطونه به نه وي.
د اوکراین ولسمشر تر دې مخکې د کريملين هغه وړانديز رد کړی وو چې دواړه لوري په بلاروس کې ورسره وويني. دليل يې دا ښودل شوی چې روسيې پر اوکراين يرغل قسماً له هغه هېواد څخه پلان کړی وو.
دغه اعلان په داسې وخت کې کيږي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د خبرداري ځانګړې کچې ته د »ډارونکو وسلو« د لوړولو امر کړی دی. پوتين پر ناټو انتقاد کړی وو چې د روسيې په وړاندې د غوسه ناکو څرګندونو مخه نه نيسي.