1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او ایران غواړي خپل اقتصادي روابط پراخ کړي

۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

د غربي هیوادونو د اقتصادي تعزیراتو فشارونو ته په کتو سره روسیه او ایران غواړي خپل اقتصادي او تجارتي روابط سره پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/4JJGy
Iran Teheran | Ali Shamkhani und Nikolai Partuschew
انځور: Tasnim

 

د روسي او ایراني رسنیو په حواله پردې خبري باندي د روسیې او ایران د امنیتي شوراگانو رئیسانو، نیکولای پاتروشیف او علي شمچاني پرون چهارشنبه په تهران کي موافقه وکړه.

د مسکو په حواله پاتروشیف اصلأ د «امنیتي مشورو» د تبادلې په خاطر تهران ته سفر کړی ؤ، چي ورسره د ډیرو وزارتونو او اداراتو نمایندگان هم ملگري ول. ایران له روسیې سره ښه مناسبات ساتي او د اوکراین پر ضد جنگ کي یې ملاتړ کوي.