هند د کاناډا د څلویښتو ډیپلوماټانو د ایستلو غوښتنه کړې
۱۴۰۲ مهر ۱۱, سهشنبه
د «فایننشیال ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د نوي ډیلي او اوتاوا ترمنځ له سیاسي کړکېچ وروسته د هند حکومت د ۴۱ کاناډايي ډیپلوماټانو د وتلو غوښتنه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې په هند کې د کاناډا د ډیپلوماتیک حضور د کمولو غوښتنه کړې وه.
وروسته له هغې چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د هند حکومت د یوه کاناډايي سیک اوسېدونکي په وژلو تورن کړ، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.
د هند حکومت د لومړي وزیر ټروډو ادعا "بې اساسه" بللې چې سیاسي انګیزه لري.
فایننشیال ټایمز ورځپاڼې دا خبر د داخلي سرچینو په حواله خپور کړی، خو نوي ډیلي او اوټاوا تر اوسه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
اوس په هند کې د کاناډايي دیپلوماتانو شمېر په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو له شمېر څخه ډېر دی. د «فایننشیال ټایمز» ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، اوس په هند کې د کاناډا ۶۲ دیپلوماتان مېشت دي. په کاناډا کې د هندي ډیاسپورا لویه ټولنه ژوند کوي او یو لوی شمیر هنديان غواړي په کاناډا کې زده کړې وکړي.
د هاردیپ سینګ نیجار د وژنې پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ کړکیچ رامنځ ته شوی دی. د کاناډا دې اوسېدونکي د هند په خاوره کې د سیکانو له پاره د "خالصستان" یا خپلواک دولت د جوړولو یو مهم ملاتړی وو.
هغه په جون میاشت کې په کاناډا کې په نښه او ووژل شو. هندي چارواکو هغه په "ترهګرۍ" تورن کړی او له ډېرې مودې راهیسې یې د موندلو هڅې کولې. په کاناډا کې ډېر سیکهان ژوند کوي.