د IS پرضد موثري ستراتيژۍ د جوړولو هڅي
۱۳۹۳ مهر ۱۸, جمعهد «اسلامي دولت» ډلي پرضد اتحاد پوځي مشرانو پتېيلې ده چي د دوشنبې او سه شنبې په ورځو سره راټول او په عراق او سوريه کي د دغي تروريستي ډلي پرضد ستراتيژۍ باندي بحث وکړي.
د امريکا يوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د آلمان خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي د امریکا متحدو ايالاتو لوی درستيز مارتين ديمپسي خپل تر ۲۰ زيات همکاران رابللي دي.
د دې له پاره چي د ستراتيژۍ په بدلولو سره د کوباني ښار له سقوطه وساتل سي، کېدای سي ډېر ناوخته وي.
کوباني چي په عربي ورته «عين العرب» وايي په سوريه کي دريم ستر کرد مېشته ښار دئ. د کوباني او په هغه پوري اړوندو سيمو له لاسه وتلو سره کېدای سي کردان خپل هغه واک له لاسه ورکوي چي د سوريې د کورنۍ جگړې په جريان کي ئې په لاس راوړی دئ.
خو اسلامي دولت ډله بيا غواړي چي د کوباني په فتح کولو سره د ترکيې د سرحد په اوږدو کي پر يوه تړلې سيمه باندي کنترول ولري.
هوايي بمبار کافي نه دئ
د امریکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت په خبره د کوباني ښار د سقوط مخنيوی يوازي په هوايي بمباريو سره کېدلای نه سي. دوی ويلي دي چي له اسلامي دولت ډلي سره د مبارزې له پاره د يوې مځکنۍ قوې جوړېدل اړين دي.
د امريکا متحدو ايالاتو متقاعد جنرال جان الن، اوس په انکره کي په خبرو اترو بوخت دئ، څو دغه هيواد د اسلامي دولت ډلي پرضد د امریکا په مشرتوب اتحاد غړی وگرځي.
که څه هم د ترکيې حکومت له پارلمان څخه د اړتيا په صورت کي په عراق او سوريه کي د پوځي عملياتو د ترسره کولو اجاه اخيستې ده، خو د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير د ناتو له عمومي منشي سره تر خبرو اترو وروسته ويلي دي چي هيڅوک بايد د دې تمه ونه لري چي ترکيه دي په يوازي سره مځکني عمليات وکړي.
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ، ويلي دي چي د اسلامي دولت ډله نه يوازي د عراق او سوريې بلکي د ناټو غړو هيوادونو ته هم گواښ ده. هغه زياته کړې ده چي ناټو به د خپلو متحدانو امنيت خوندي کړي.