نوی زیلاند په افغانستان کې خپل پوځي حضور پراخوي
۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعهنوي زیلاند د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د پخوا په پرتله لا پراخ حضور ولري. د دغه هیواد ځواکونه د افغانستان په غیرې جنګي ماموریت بوخت دي او د کابل په ملي پوځي اکاډمي کې د روزونکو او ملاتړې پرسونل په توګه کار کوي.
نوی زیلاند له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان ته خپل ځواکونه استولي دي. د دې هیواد سرتیري ډیر وخت د بیارغونې په چارو بوخت وي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په روانه اوونۍ کې د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او په دې هیواد کې یې د امریکایي ځواکونو د شمیر لوړیدو ته لار هواره کړه. دا لا روښانه نه ده چې امریکا به افغانستان ته څومره اضافي سرتیري واستوي.
کله چې د نوي زیلاند له لومړي وزیر بیل انګلیش، څخه وپوښتل شول چې ایا هغه اندیښمن نه دی چې د داسې یوه امریکایي ولسمشر له ستراتیژي ملاتړ کوي چې ښه شهرت نه لري، نو هغه وویل: «نوي زیلاند په افغانستان کې ډیر مخکې له دې چې ولسمشر ترمپ واک ته ورسیږي حضور لره.»
هغه زیاته کړه: «دا هر څه دې پورې اړه لري چې نوی زیلاند غواړي د ترهګرۍ د منابعو د لمنځه وړلو په نړیواله هڅه کې خپله ونډه ادا کړي.»
نوي زیلاند ژمنه کړې چې لږ تر لږه تر راتلونکې جون میاشتې پورې په افغانستان کې خپل پوځي حضور وساتي.