د یونان او ترکیې تر منځ مرګونی سیند
مهاجر یوازي له ترکيې څخه يونان ته د آژه سمندرګي له لاري د تګ هڅه نه کوي، بلکي د ایوروس یا ماریتسا سیند له لاري هم یونان ته ځانونه رسوي. خو په دغه هڅه کې تل انسانان خپل ژوند بايلي.
خطرناکه لار
د ایوروس سیند پر څنډه په یوناني ژبه پر لوحه باندي لیکل شوي دي چې«احتیاط سرحد دی. د سیند په بله ژۍ ترکیه ده». د روان میلادي کال په اوږدو کې په زرونو مهاجرو هڅه کړې ده چې د خپل ژوند په بیه له دغه سینده په تیریدو سره اروپا ته ځانونه ورسوي.
د مړو سړه خونه
یوازې په روان میلادي کال کې د یونان د ایفورس سیند په څنډه کې ۲۹ جسدونه موندل شوي دي. په وروستیو کې د یوه ۱۵ کلن ماشوم مړی موندل شوی وو. د موندل شوو مهاجرو جسدونه د یونان د الکساندرپولي ښار روغتون ته لیږدول کیږي. اوسمهال د روغتون په مرده خانه کې تر لسو زیات جسدونه پراته دي.
نړیوال ملاتړ
د روغتون په انګړ کې یخچالي کانتینر. دغه کانتنیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د روغتونو په اختیار کې ورکړل شوی دی. ځکه چې د السکاندرپولي روغتون د دې وړتیا نه درلوده چې د ډیرو مړو شوو مهاجرو جسدونه وساتي.
لټون
کله چې ښکاریان، کب نیونکي یا سرحدي چارواکي په سیند کې کوم مړی وویني، لومړی پولیس د تحقیقاتو په موخه دغه ځای ته رسیږي او انځورونه اخلي. تر هغې وروسته مړي د عدلي طب څیړنو له پاره وړل کیږي، چیرې چې پاولوس پاولیدیس، د مړي پر بدن نخښې نښانې لکه تاتو یا خالونه تشخیصوي او د جسد د ډې ان اې، نموني اخلي.
د مړیني علت
د پاولس د معلوماتو له مخې په دغه سیند کې زیاتره موندل شوي کسان ډوب شوي وي. خو ځيني بيا د یخنۍ له کبله مړه شوي وي. د هغه په خبره په وروستیو کې د سړک او اورګاډي د پيښو په ترڅ کې د انسانانو مړینه زیاته شوې ده.
وروستي پاته شوي توکي
هغه شخصي شیان چې له جسدونو سره موندل شوي په پلاستیکي کڅوړو کې ساتل کیږي، څو د تشخیص پر مهال ترې کار واخیستل شي.
سخته خو اړینه دنده
دا دردونکې پروسه ده چې د مړو شوو مهاجرو پاته شوي شیان په نخښه شي او په کڅوړو کې واچول شي. زیاتره دغه شیان هغه څه وي چې په اوبو کې له منځه نه ځي.
هغه شیان چې له منځه نه ځي
زیاتره موندل شوي شخصي توکي چې د مهاجرو له جسدونو سره موندل کیږي د سرو یا سپینو زرو ګوتې او غاړگۍ وي. پاولس پاولیدیس وایي: «جامې او رسمي اسناد لکه پاسپورتونه زیاتره مهال په اوبو کې له منځه ځي.»
د مړو شوو کسانو پیژندنه
زیاتره مهال له مړو شوو مهاجرو سره داسي شیان موندل کیږي چې د هغوی له مذهب سره تړاو لري، لکه د بیلګې په توګه د څرمنې دغه ځانګړی کمربند. دا کمربند ښيي چې د دې کمربند تړونکی کس له افریقا سره تړاو لري. که چیرې یو کس وپيژندل شي د هغه پاته شوي شیان د هغه د کورنۍ غړو ته ورکول کیږي، البته د امکان په صورت کې.
وروستی آرام ځای
که چیري د یوه مړه شوي مهاجر پيژندنه یا بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته استول امکان و نه لري، نو بیا د یونان اړونده چارواکي هغوی خاورو ته سپاري. یا هغوی په زیدرو کې د مسلمانانو په هدیره کې او یا هم په اورستیادا کې د عیسویانو په هدیره کې ښخوي. ۲۱ کلن مطفی رهوان، چې د سوریې د حلب ښار اوسیدونکی وو دغلته ښخ دی.