د آلمان له حکومته د اسرائیلو د ملاتړ غوښتنه
۱۴۰۳ مرداد ۱۶, سهشنبهیوزف شوستر د جرمني د سه شنبه د ورځپاڼو اداري شبکو (RND) ته وویل:«د اسراییلو د امنیت له پاره د آلمان تاریخي مسؤلیت له قانوني پلوه الزامي نه دی. خو زما له نظره طبعاً دا کار په دې معنی دی چې آلمان به هم له نظامي پلوه د یهودي دولت تر څنګ د هغه برید د شدت په صورت کې ودریږي چې اوس مهال يې ګواښل کیږي.»
په تهران کي د حماس پر مشراسماعیل هنیه باندي تر مرگوني برید وروسته، ایران د غچ اخیستلو گواښ کړی دی. ايران پر هنيه د بريد پړه پر اسرائيل اچوي. د اسرائیلو نیژدې ملگري د امریکا متحده ایالاتو له همدې کبله په سیمه کي خپل پوځي حضور په ښکاره ډول پیاوړی کړی او نوري جنگي بیړۍ او جنگي الوتکي یې استولي دي.
د جرمني د مسیحي ډیموکراټانو د گوند CDU سیاستوال، رودریش کیزه ویتر هم په دا وروستیو کی غوښتنه کړې وه چی آلماني پوځ دي هم د ایران په وړاندي د یوه برید په صورت کي د اسرائیل په ساتنه کي برخه واخلي.
د حکومت د مرستیال ویاند ، وولفگنگ بیوشنر نه غوښتل د دوشنبه په ورځ په دې هکله څه ووایي. نوموړي د خبریالانو په مخکي له یوې « فرضي پوښتني» څخه خبره وکړه.
د آلمان د دفاع وزارت یوه ویاند هم وویل:« په اوس وخت د آلماني پوځ د گډون په هکله بحث نه کیږي.»
د جرمني د دفاع وزیر ، بوریس پیستوریس هم د اسرائیل په ملاتړ یوه ماموریت کي د آلماني پوځ گډون حد اقل د اوس له پاره د امکانه لیري بولي.
په پارلمان کی د اتحادي گوندونو د مشر مرستیال، یوهان واده فول هم د RND ورځپاڼو ډلي ته وویل:« تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، داسي سناریوګانې لکه پوځي ملاتړ په اجنډا کې شاملي نه دي. د دې له پاره به پرته له دې هم د بوندستاگ له خوا تائيد شوی ماموریت ضروري وي.»
د جرمني په پارلمان کي له آزاد ډیموکراټ گوند (FDP) څخه د دفاعي کمیټې مشر، مارکوس فابر وویل چي د اسرائیل سره چټکه مرسته کېدلای سي که د وسلو د صادراتو تصويب چټک کړل سي. نوموړي د RND ورځپاڼو ته وویل:« اسرائیلو په ښکاره ډول څرگنده کړې چي موږ څرنگه مرسته کولای سو. موږ باید هغه وکړو، لکه د تجهیزاتو د صادرولو د ژرترژره تصویبولو په برخه کي. په اسرائیل کي له آلماني پوځ څخه پوښتنه نه ده سوې او په دې برخه کي ښايي لږ مرسته کولای سي.»
د سوسیال ډیموکراټ گوند SPD دفاعي سیاستوال، اندریاس شوارڅ د RND ورځپاڼو ته وویل چي:« له اسرائیل څخه ساتنه د آلمان دولتي تگلاره ده. دا له ډیر لوړ مسؤلیت سره یوه واضح ژمنه ده. په اضطراري حالت کي باید دغه لويې خبري په اړونده اقداماتو سره تعقیب سي.»