د گروپي لوبو وروستۍ د ارجنټاين له پاره ډيره مهمه وه
ارجنټاين لوبډله د فوټبال نړيوال جام د گروپي سياليو په دوو لوبي کي ښه نه وه ځلېدلې. خو له نايجيريا سره وروستۍ لوبه ورته برخليک ټاکونکې وه. دغه لوبه ئې دوه پر يو وگټله او د سياليو بل پړاو ته ووتله.
د سه شنبې په ماښام د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام په گروپي سياليو کي د ارجنټاين ملي لوبډلي وروستۍ لوبه له نايجيريا سره وه. دا چي نايجيريا په تيرو دوو لوبو کي ۳ نمرې اخيستي وې او ارجنټاين په يوه باخت او يوه مساوي سره يوه نمره لرله، نو له نايجيريا څخه ئې بايد لوبه گټلې وای.
د دغي لوبي نندارې ته په سن پترزبورگ لوبغالي کي ۶۴ زره نندارچيان راټول سوي ول. د ارجنټاين مينوالو په خپلو لباسونو او سينگار سره لوبغالی په سپين او اسماني رنگ بدل کړی وو.
د لوبغالي يوه برخه بیا د نايجيريا مينه والو نيولې وه چي په سپين او زرغونه رنگونو يې ځانونه لړلي ول.
دواړو لوبډلو لوبه ډيره تيزه پيل کړه چي په لومړيو دقيقو کي يې لا د گول وهلو چانسونه لرله. خو لومړی چانس د ارجنټاين په نصيب سو. د لوبي د لومړۍ نيمايي په ۱۴ دقيقه کي د ارجنټاين ستوري او کپيتان ليونل مسي يووار بيا خپله وړتيا وښووله او گول ئې وواهه او لوبه يې پخپله گټه روانه کړه.
د دغه گول په وهلو سره د مسي له اوږو څخه دروند بار کښته سو. تر گول وروسته د مسي خوشحالي.
د ارجنټاين پخوانی لوبغاړی او نړیوال اتل ديگو مارادونا هم په لوبغالي کي وو. هغه د مسي په گول سره ډېره خوشحالي وکړه.
ارجنټاين لوبډلي د مسي تر گول وروسته ډيره زړوره لوبه کوله او د لوبي د لومړۍ نیمايي تر پايه پوري ئې نور هم ښه چانسونه لرله.
د نايجيريا لوبډلي د لوبي د دوهمي نيمايي په لومړيو کي وتوانيده چي ارجنټاين سربداله کړي. د لوبي په ۵۰ دقيقه کي ريفري نايجيريا ته پنالتي ورکړه او لوبه يو يو مساوي روانه سوه.
د نايجيريا تر گول وروسته ارجنټاين بې له حملې به چاره نه لرله، خو ډېر تلاښ بيا د دې سبب سو چي حملې بې پايلي پاته سي. د لوبي په وروستيو شېبو کي بيا هم د ارجنټاين د دفاع یو لوبغاړی وتوانېد چي گول ووهي او لوبه دوه پر يو پخپله گټه روانه کړي.
ارجنټاين د لوبي وروستۍ دقيقې په برياليتوب سره تيري کړې او لوبه ئې دوه پر يو پخپله گټه تمامه کړه.
نايجيريا چي په تيرو لوبو کي ئې ۳ نمرې لرلې او ارجنټاين يوه، د دې لوبي په بايللو سره د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام له سياليو ووتله.
ارجنټاين به د خپل ستوري او کپيتان ليونل مسي په ملتيا په يو پر اتم فاينل کي له فرانسې سره لوبه ولري.
د D گروپ په بله لوبه کي کروويشيا له ايسلند سره لوبه لرله. که ايسلند دغه لوبه گټلې وای بيا به نو د ارجنټاين چانس بېخي لږ وای.
خو دغه لوبه ايسلند پر کروويشيا باندي دوه پر يو بايلوده او د ۲۰۱۸م کال د فوټبال له نړيوال جام سره د خدای په اماني وکړه.
کروويشيا په گروپي لوبو کي خپلي درې سره لوبي وگټلې او په ۹ نمرو سره د سياليو يو پر اتم فاينل ته ووتله.